په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر زیاتېدا به د ګټې پرځای تاوان زیات وکړي

 

نړیوالو رسنیو د امریکايي چارواکیو له خولې راپورونه خپاره کړي، چې د امریکا متحده ایالتونه را روانه اوونۍ پرېکړه کوي، چې افغانستان ته ۴ زره نور تازه دمي پوځيان را وليږي.

سرچینې وایي، چې دا اضافي سرتېري به د افغان ځواکونو روزنې او هغوی ته د مشورې دنده ولري او لږ شمېر به یې د طالبانو او داعش ډلو پر ضد عملیاتو کې ونډه هم واخلي.

د سیاسي او  پوځي چارو شنونکي باوري دي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر زیاتېدل نه یوازې دا چې د امنیت په ټینګښت کې مرسته نه‌کوي، بلکې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه سیالۍ او تربګني نورې هم زیاتوي.

د سیاسي او پوځي چارو شنونکي جاوید کوهستاني سلاموطندار ته وویل، چې د امریکایي ځواکونو شمېر له زیاتېدلو سره په افغانستان کې ترهګر نه ځپل کېږي، بلکې د دې امکان شته، چې د سیمې هېوادونه او ترهګریزې ډلې خپل فعالیتونه څو چنده ډېر کړي.

کوهستاني زیاته کړه، که په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه رڼه تګلاره او پالیسي نه وي؛ د دوی راتګ اندېښنې پیدا کوي.

دی ټینګار کوي، چې افغان حکومت باید اوسنی روان هر اړخیز بهیر ښه او په سمه توګه مدیریت کړي.

دغه راز، د پوځي چارو بل شنونکی جنرال عتیق‌الله امرخېل باوري دی، چې د امریکا متحده ایالتونه د سرتېرو په زیاتولو سره په افغانستان کې ترهګري له‌منځه نه‌شي وړلی، بلکې یوازې خپل دریځ پیاوړی کوي.

امرخېل همدارنګه تېرو تجربو ته په کتلو سره وویل، چې د امریکايي ځواکونو له زیاتېدلو سره په هېواد کې جګړه نوره هم پیاوړې کېدلی شي او د سیمې هېوادونه به نیابتي جګړې ته زور ورکړي.

دی وړاندیز کوي، د دې پر ځای چې امریکا د خپلو سرتېرو شمېر زیات کړي، افغان امنیتي ځواکونه دې ښه وروزي او ښه تجهیزات دې ورکړي.

هاخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د دې جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، چې افغانستان ته د تازه دمو امریکايي سرتېرو لېږد یوازې یوه سیاسي دوکه ده او په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی نه‌شي اېښودلی.

غونډه کې د ولسي جرګې غړي محمد سرور عثماني فراهي وویل، که امریکا د افغانستان په اړه رښتینې وي؛ په پاکستان کې دې د ترهګرو ځالې وځپي، امنیتي تړون ته دې درناوی او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په پرمختللو  تجهیزاتو سمبال کړي.

امریکایي چارواکي وایي، چې افغانستان ته د نویو ځواکونو په لېږلو سره به تېرې ناکامې تجربې تکرار نه‌کړي، بلکې له نویو کړنلارو سره د افغان دولت ملاتړ او اجازه به ورنه‌کړي، چې افغانستان په بې‌دولته خاوره بدل شي.    

د معلوماتو له‌مخې اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي سرتېري مېشت دي، چې د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ هغوی ته سلا ـ مشورې هم ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام