عبدالله: حکومت په دوو لویو ژمنو عملي کار پیل کړی

اجرایه رییس عبدالله وايي، چې په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو کمېسیون د چارو ټاکل او د برېښنايي تذکرو وېش د ملي یووالي حکومت له دوو لویو ژمنو ځنې وې، چې د عملاً پیل شوې.

عبدالله تېره ورځ د (اګست پر ۵مه) د هرات ولایت د کشک کهنه او رباط سنګي ولسوالیو له مشرانو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د ملي یووالي حکومت د دغو دوو لویو ژمنو د عملي پيل سیاسي او ټولنیز عدالت ته لاره هواروي.

اجرایه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ د بریتانیا له دفاع وزیر سره په خبرو کې وویل، چې په ټاکنیز نظام کې د سمون کمېسیون رامنځته کېدل د خلکو، نړیوالې ټولنې د باور تر لاسه کول او د ټاکڼو د روڼتیا لامل کېږي.

وزیرانو شورا پرېکړه وکړه، چې د برېښنايي تذکرو ازمایښتي وېش به د زمري میاشتې په ۲۸مه چې د ( دازادۍ ورځ ده) پيل شي.

وزیرانو شورا دغه پرېکړه څو ورځې مخکې کړې وه. د دې پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې ده، چې د برېښنايي تذکرو د پیل لومړی پړاو به له پلازمېنې او د دویم پړاو پیل به له ولایتونو څخه وشي.

د برېښنايي تذکرو د وېش پروګرام د کورنیو چارو او د ټکنالوژيکي معلوماتو او مخابراتو وزارت له خوا،  وزیرانو شورا ته وړاندې شوه.

په ټاکنیز نطام کې د سمون کمېسیون هم دوه اونې وړاندې په چارو پیل وکړ

او په ۳ میاشتو کې به په ټاکنیز نظام کې د سمون راوستلو لپاره حکومت خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.

د ملي یووالي حکومت په سختو شرایطو کې چارې پیل کړې

اجرایه رییس تېره ورځ د فراه ولایت له مشرانو او سیاستوالو نیوکو ته په ځواب کې وویل، چې د ملي یووالي حکومت په سختو شرایطو کې په کار پیل وکړ.

په دغې ليدنه کې د فراه ولایت مشرانو وویل، چې د ملي یووالي حکومت د خلکو ستونزو او غوښتو ته لاس رسی نه دی کړی، زیاته یې کړه، چې ولسونو په سختو حالاتو کې د برخلیک ټاکلو لپاره رایه ورکړه، خو سره له دې خلکو خپلو روا غوښتونو ته نه دي رسېدلي.

عبدالله په دې اړه خلکو ته وویل، چې د تېرو څوو کلونو سیاسي، مالي، امنیتي ستونزو او قانون ماتونې د دې لامل شوې دي، چې د ملي یووالي حکومت له ستونزو سره مخ کړي.

ده زیاته کړه، چې حکومت په دې لټه کې دی، چې مرحله په مرحله د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي. ده ټینګار وکړ، چې حکومت به د خلکو سره د کړو ژمنو د پوره کولو لپاره ټوله هڅه وکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام