
په بغلان ولایت کې د ماشوم نړیوالې ورځې د نمانځې په مراسمو کې بې سرپرستو ماشومانو له طالبانو وغوښتل، چې له دوی نه دي د وسیلې په توګه ګټه نه اخلي.
دغو ماشومانو وویل، ماشوم د افغانستان راتلونکی جوړوي او نه باید طالبانو له دوی څخه د خپلو موخو لهپاره کار واخلي.
د بغلان ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رییس محمد صالح صالح وايي، په دې ولایت کې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دی او زیاته یې کړه، چې د پرلپسې تلاشونو سره، سره بیا هم ماشومان له خپل توانه پورته او سخت کارونه کوي.

صالح وویل، جګړې پر ماشومانو ناسم اغېز کړی دی او زیانمن کړي دي.
په بغلان ولایت کې د مختلفو ماشومانو د کړنو د ساتنې امر غلام رسول قانع وايي، له توانه د پورته او سختو کارونو څخه د ماشومانو د مخنیوي او د هغوی کورنیو ته د پوهای ورکولو په برخه کې په یوې پلان کار روان کړی دی.
په دې ولایت کې د ماشومانو د شاقه کارونو په اړه کره شمېرې موجودې نه دي؛ خو د بغلان ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست د ماشومانو د شاقه کارونو په برخه کې جدي اندېښه ښيي.






