هغه زوی، چې له جنسي متجاوز پلاره یې سر غوڅ کړی

د تخار ولایت امنیتي چارواکي د یوې کورنۍ د مېرمنې له قوله وايي، چې باقي هغه وخت له خپل پلار نه سرغوڅ کړ، چې په خپلو دوو ۱۶ او ۱۸ کلونو لوڼو یې جنسي تېری کړی و.

د دې ولایت د امنیې قوماندان نورمحمد حکیمي وايي، چې قاتل تېښته کړې، خو دوه خویندې او مور یې د پولیس سره په بند کې دي.

د حکیمي په وینا، پېښه د تخار مرکز د تالقانو ښار په پوست خور کلي کې رامنځته شوې ده.

د تخار امنیه قوماندان وايي، چې تر اوسه د پېښې حقیقت مبهم دی او دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر حفیظ صافی پېښه تاییدوي.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې د وژل شوي کس سره له تنې نه په "وحشتناک" ډول د چړې په وسیله غوڅ شوی دی.

وژل شوی کس ۵۰ کالن دی او پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام