.jpg)
د کندوز ښار اوسېدونکي وايي، چې له ۸ میاشتو راهیسې دغه ښار د طالبانو په ولکه کې دی او د دې ډلې غړي د ښار په شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي دي. د ځایي اوسېدونکیو پر وینا، طالبان د ښار په شاوخوا ځایونو کې اوسېږي، خو حکومت د دوی له حضوره د سیمو د پاکولو له پاره هېڅ ډول اراده نه لري.
د دوی پر وینا، یرغملول او باج اخیستل زیات شوي دي او ورته ویل شوي، که هر څوک له ښاره ووځي؛ وبه وژل شي.
د کندوز ښار اوسېدونکی عبدالقدیم قادري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، که چېرې د ښار له مرکزه دوه کیلومتره لېرې لاړ شې؛ هېڅ ډول امنیتي ځواک دې د امنیتي خوندیتوب تضمین نه کوي.
د ده په خبره، د نظامیانو په شان وسله وال کسان بهر ګرځي او د کورونو د دروازو شا ته ولاړ وي، که هر څوک په مخه ورشي نیسي یې او له هېچا نه نه وېرېږي.
ګل محمد هم د کندوز ښار استوګن دی، وايي، کله چې له ښاره وځې؛ نو طالبان له امنیتي ځواکونو سره نه تفکېکېږي او زیاتره وخت بې دفاع ښاريان له تېغه تېروي.
.jpg)
د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، څو میاشتې کېږي، چې کندوزي ښاریان د طالبانو په محاصره کې دي او ښار ورته په یو لوی زندان بدل شوی دی.
ولي وايي، ۶ میاشتې کېږي، چې خپل کلي ته چې له کندوز ښاره دوه کیلومتره لرې واقع دی، نه دی تللی.
که څه هم د کندوز سیمه ییز چارواکي د خلکو اندېښنې مني، چې د ښار په شاوخوا کې طالبان موجود دي؛ خو وايي، چې حکومت هم کرار نه دی ناست او د امنیت د ټینګښت له پاره یې چمتووالی نیولی دی.
د کندوز د والي ویاند سیدمحمود دانش وايي، چې په لویو لارو، کلیو او اطرافونو کې یې د غیر مسوولو وسله والو د ځپلو له پاره بېلابېل پوځي عملیات طرحه کړي دي.
د طالبانو له خوا د کندوز سقوطېدل او پر لویو لارو وروستیو یرغملولو د کندوز اوسېدونکی وېرولي او اندېښمن کړي دي. خو لیدل کېږي، چې حکومت دا ځل د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د ځپلو او د هغوی د مرکزونو د له منځه وړلو له پاره قوی اراده کړې ده.





