سږکال به د حج زیارت کوونکي پرته له کومې ستونزې و لېږدول شي

د اريانا هوايي چلند شرکت چارواکي ډاډ ورکوي، چې سږکال به د حج زیارت کوونکو د لېږد چارې له ځنډ سره مخ نه شي.

د دغه شرکت مرستیال محمد عمر زیاته کړه، دغه دولتي شرکت سره دې مرسته وشي، څو په راتلونکي څو کلونو کې په خپلو پښو ودريږي.

همدارنګه نوموړی، چې د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته رابلل شوی زياته کړه، تېره شپه د اریانا هوايي شرکت رییس د چارتر طیارو د تړون لاسلیک کولو لپاره ترکیې ته تللی دی.

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډې ته دوه نور وزیران هم راغوښتل شوي وو.

د ولسي جرګې استازو وویل، چې نږدې یوه میاشت وروسته د حاجیانو د لېږد چارې پېل کيږي، خو تر اوسه پورې د دغه شرکت له خوا د حاجیانو د لېږد له پاره الوتکې نه دي اجاره شوي.

په ورته وخت کې د ترانسپورت اوهوایي چلند وزیرمحمد الله بتاش د ولسي جرګې استازو ته وویل، که د اریانا افغان هوايي شرکت ريیس نن دغه تړون لاسلیک کړي، نو د حاجیانو په لېږد کې به کومه ستونزه رامنځته نه شي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهر قدیر وویل، چې د حج چاره باید کمېسیون ته نه، بلکې اړوند وزارتونو په غاړه اخیستې وی.

د حج او اوقافو وزیرفېض محمد عثماني وویل، چې د حج له پا ره ټول چمتووالی نیول شوی دی او ښایي د اسد په ۲۸ نېټه د حج زیارت کوونکو د لیږد لړۍ پیل شي او له څلورو هوایي ډګرونو به الوتنې کیږي.

فېض محمد عثماني زیاته کړه، چې که د ترانسپورت په برخه کې څه ستونزه رامنځته شي، نو دوی یې پروړاندې مسولیت نه لري.

 

په افغانستان کې د حج پروسه هرکال له یو لړستونزو سره مخ وي، خود پخوا په پرتله سږ کال دغه پروسه ښه شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د حج په لګښت کې شاوخوا ۱۰ میلونه ډالره کموالی راغلی او حاجيانو ته اسانتیاوې هم زیاتې شوي دي.

د ارګ څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې هر حاجي ته په تګ راتګ کې شاوخوا ۳۰۰ ډالره ګټه رسېدلې ده.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام