د جوزجان جګړه؛ په دیني مدرسو کې ماشومان د دولت خلاف تحریک کېږي

د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړې او یو شمېر ځایي خلک وايي، د دې ولایت په قوشتپې او درزاب ولسوالیو کې ځینې دیني مدرسې ماشومان ترهګریزو فعالیتونو او د دولت خلاف جګړې ته لمسوي.

په همدې حال کې د قوشتپې او درزاب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي چې ماشومان يي د ناامنیو په سبب له ښوونځي محروم شوي سلام وطندار ته وویل، خپل اولادونه د دیني زده کړو له پاره مدرسو ته لېږي، خو د دې مدرسو ښوونکي ماشومان د دولت پر ضد لمسوي.

د دوی په خبره پاکستاني ملایان ورته په دیني مدرسو کې د ماین خښولو او نورو ترهګریزو فعالیتونو زده کړې ورکوي.

د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمې صدف کریمي سلام وطندارته وویل، قوشتپه او درزاب ولسوالیو کې د انجونو له پاره ښوونځیو ته د ورتګ اجازه نشته ده.

نوموړې خبرداری ورکړ، که په دغو ولایتونو چاڼیز عملیات ونه شي ښايي ټول ښوونځي بند او دیني مدرسې ماشومان د دولت پرضد ولمسوي.

په ورته وخت کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، د سیمې په ځانګړې توګه د پاکستان استخبارات هڅه کوي دغه ولسوالیانې ناامنه کړي، خو امنیتي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي، ترڅو ماشومان سخت دریځۍ او بنسټ پالنې ته وهڅوي.

د غفوري پر وینا امنیتي ځواکونه به ډېر ژر په دې ولسوالیو کې چاڼیز عملیات پيل کړي او د سیمې خلکو اندېښنې به حل کړي.

قوشتپه او درزاب د جوزجان له مهمو ولسوالیو دي. له فاریاب او سرپل ولایتونو سره ګډه پوله لري؛ چې په تېرو څو میاشتو کې زیاتې ناامنه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام