له ۸ کلونو وروسته د ازرې ولسوالۍ د لارې د جوړېدو چارې پيل شوې

له ۸ کلنې کلابندۍ وروسته ازرې ولسوالۍ ته ځمکنۍ لار خلاصه او نن يې په رسمي ډول د جوړېدلو چارې پيل شوې.

ازرې ولسوالۍ ته د سړک د جوړېدلو دغه چارې، چې نن د ټولګټو وزارت په مالي مرسته او د دفاع وزارت په امنيتي همکارۍ رسماً پيل شوې؛ په درېيو مياشتو به یې کارونه بشپړ شي.

د ټولګټو وزير انجینیر محمود بیلغ وویل، چې د دې سړک ټول لوژيستيکي کارونه د ټولګټو وزارت له خوا برابرېږي او امنيتي مسوليت يې د دفاع وزارت په لاس کې دی

نوموړي دا هم وويل، چې د دې لارې په جوړېدلو سره به د ازرې ولسوالۍ د خلکو ټولې هغه ستونزې، چې له تېرو اتو کلونو راهيسې ورسره مخ و؛ حل شي.

بليغ په دې پرانيسته کې وویل، چې دغه سړک د جوړېدلو چارې۱۴ کاله پخوا په پلان کې نیول شوې وې. ده زیاته کړه، چې اوس به عملا د یاد سړک د جوړېدلو چارې د د فاع وزارت، امنيت شورا او د ټولګټو وزارت په همغږۍ پر مخ وړل کېږي.

د سړک د پرانيستې په دې غونډه کې، چې د لوګر قومي مخورو او ولايتي شورا غړيو او ولايتي ادارې مسولینو برخه درلوده؛ د دې سړک په جوړېدلو خوښي وښوده.

د لوګر والي حليم فدايي د سړک د پرانيستې پر مهال وويل، چې د دې سړک جوړېدل د لوګر لپاره يوه بېلګه ییزه پروژه ده، چې د ولسونو د کلونو کلابندي له منځه وړلی شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دې سړک جوړېدل د لوګر لپاره يو ښه زېری دی او په نېږدې راتلونکي کې به د لوګر لپاره د بيارغونې نورې ډيزاين شوې او ترتيب شوې پروژې هم برانیستل شي.

د ده په خبره د دغې لارې په پرانیستلو سره به، په کابل او لوګر کې امنیت تامین، د ولسونو او دولت ترمنځ شته واټن به راکم او په ازره کې به د پوهني، روغتیا، کرنې او بې کارۍ تر څنګ روانه قیمتي پای ته ورسېږي.

 

ازره د لوګر لرې پرته سرحدي ولسوالي ده، چې له مرکز پل علم سره ۹۰ کیلو متره واټن لري او له تېرو ۸ کالونو راهیسې، د دغې ولسوالۍ لویه لاره د لوګر له مرکز پل علم سره تړلې ده.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي پر ناامنیو سربېره له بې روزګارۍ، فقر او د نشه یي توکو له قاچاق نه شکایت کوي، وايي، چې په سلګونه کورنۍ له دې سیمې نه ګاونډي ولایت ننګرهار ته ګډه شوې دي.

دغه ولسوالي د افغان حکومت له ناامنه ولسوالیو له ډلې ده.

ازره د لوګر ولایت له هغو ولسوالیو څخه ده، چې ستراتیژیک موقیعت لري.

دغه ولسوالي له سروبي، پکتیا، ننګرهار، ګوي او قبایلي سیمو سره ګډې پولې او لارې لري.

د پوځي چارو د شنونکو په بارو، د دغې ولسوالې ستراتیژیک موقیعت ته په کتو سره طالبان ډېر وخت په دې هڅه کې وي، چې ازره تر خپلې ولکې لاندې راولي او له دغه ځایه له ولسوالۍ سره تړلې سرحدي سیمې وګواښي.

یوه اونې وړاندي افغان ځواکونو په ازرې ولسوالۍ کې شل ورځني پوځي عملیات وکړل، چې د چارواکو په خبره دغه ولسوالي یې د وسله والو له شته والي نه پاکه کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام