د سوداګرۍ او صنایعو ورازت مرستیال د اداري مافیا له امله استعفا کوي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت یوه سرچینه د نوم نه اخیستلو په شرط د سلام وطندار له څېړنیزي برخې سره په مرکه کې ویلي دي، چې څه وخت مخکې دغه وزارت د افغان دولت د هغو ژمنو پر بنسټ، چې د سام په غونډه کې يې له مرستندیو هېوادونو سره کړې وې؛ دې وزارت ته دنده سپارلې وه، چې له اداري فساد سره د مبارزې له پاره طرحه جوړه کړي.

خو د دې طرحې له جوړېدلو سره سم، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چې په یو ډول اداري او مالي فساد کې ښکېل دی؛ د دې طرحې د لغوه کېدلو غوښتنه کوي.

په سوداګرۍ او صنایعو وزارت کې اداري مافیا، د سوداګرۍ وزارت د انکشافي خصوصي سکتور مرستیال دې ته مجبور کړی، چې خپله استعفا وزیر ته وړاندې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصي انکشافي سکتور مرستیال ډاکټر عبدالباري رحمان د اداري فساد سره د مبارزې د طرحې په جوړولو کې اساسي کس و.

دغه سرچینه وايي، د فساد سره د مبارزې طرحه د اوسنیو نیمګرتیاوو په پام کې نیولو سره په راتلونکي کې د فساد په مخنیوي کې اغیزمنه ده؛ خو په دې وزارت کې د اداري فساد مافیا اجازه نه ورکوي، چې په وزارت کې دغه طرحه پلي شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، کله چې دغه طرحه د وزارت ادارو ته ولېږل شوه؛ ځېنو کسانو د وزیر دفتر ته رسمي لیکونه ور واستول او هڅه یې کوله، چې وزارت له دې طرحې لېرې وساتي او په دې سره د فساد مسله پټه کړي.

له فساد سره د مبارز په دې طرحه کې د سوداګرۍ او صنایعو وزرات په ادارو کې موجود فساد په درې رنګونونو وېشل شوی: سور، ژېړ او شين.

بندرونه، دولتي تصدۍ، د نفتي توکیو تصدۍ او تدارکات هغه ادارې دي، چې په ورلېږل شوې طرحې له مخې په کې تر ټولو زیات فساد موجود دی.

د سوداګریزو جوازونو د صادرولو او ثبت ادارې او د سوداګریزې اتشې اداره د طرحې له مخې د موجود فساد په درجه بندۍ کې دویم رنګ ښودل شوي دي.

دغه رسمي لیکونه د سوداګریزو چارو معینیت، د ټرانزیټ او سوداګریزو استانتیاوو ریاست، د انساني سرچینو ریاست او د نړیوالې سوداګرۍ عمومي ریاست څخه د وزیر دفتر ته ورلېږل شوي دي.

په ورلېږل شویو لیکونو کې د دې وزارت په ادارو کې د فساد موجودیت رد شوی او وزیر ته یې وړاندیز کړی، چې دغه طرحه دې لغوه یا تعدیل شي.

د سوداګرۍ وزارت د تجارتي چارو مرستیال مزمل شینواري له خوا د ورلېږل شوي لیک په یوې برخه کې داسې لیکل شوي:

"د دفتر او د پلان ریاستونو ته په ټینګار سره هدایت کېږي، چې د دا ډول نیمګړیو او له حقیقت څخه تشو اسنادو له ترتیبولو ډډه وکړي.

له فساد سره د مبارزې د پلان طرحه د اړوندو ریاستونو د نظریاتو په راټولو سره چې د دغو ریاستونو نظریات د وزارت د اوسني حالت او حقایقو ښکارندوی دي؛ د وزارت د رهبرۍ پلاوي له منظورولو وروسته دې تدوین او مرعي الجرا  شي."

له فساد سره د مبارزې طرحه باید د سام په غونډه کې د ګډونوالو مرستندیو هېوادونو سره د افغان حکومت د ژمنې له مخې  د ۲۰۱۵ زېږدیز کال تر پایه پورې ترتیب شوې وې.

له فساد سره د مبارزې دغه طرحه اوسمهال د ولسمشر د کار پر مېز پرته ده، چې د برخلیک په اړه به یې ولسمشر او د وزیرانو شورا پرېکړه کوي.

په دولتي ادارو کې د اداري فساد مافیا په افقي او عمودي ډول روانه ده، چې ښايي، دغه مافیا په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم نفوذ پيدا کړي او له فساد سره د مبارزې دغه طرحه به د وزیرانو شورا او د ولسمشر له لوري تعدیل یا لغوه کړي.

د سام په غونډه کې افغان حکومت ګډونوالو هېوادونو سره ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۱۵ز کال تر پایه پورې به په مالیې، کانونو، سوداګرۍ، ترانسپورټ او مخابراتو په وزارتونو کې چې زیات عواید لري؛ مالي او اداري فساد وڅېړي او له فساد سره د مبارزې له پاره به یوه جامع طرحه جوړه کړي.

دوی ویلي وو، چې دغه طرحه باید د ۲۰۱۶زېږدیز کال تر نیمايي پورې پلې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام