افغان فوټبال لوبډله سبا له سوریې سره لوبېږي

ټاکل شوې ده د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام او اسیایي جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه د دويم (راتګ) پړاو لومړۍ، خو په ټولیزه توګه د روانو لوبو پنځمه لوبه وکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې د افغانستان او سوریې فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ لوبه به په سوریه کې د امنیتي ستونزو له کبله د عمان په کوربتوب وشي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، به د (راتګ) دغه پړاو لوبه به سبا د افغانستان پر وخت ماښام ۸ نیمې بجې پیل شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چې د سبا شپې سیالۍ د عمان په پلازمېنه مسقط (سیب) فوټبال لوبغالي کې کېږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د (تګ) پړاو لومړۍ لوبه څو میاشتې وړاندې په ایران کې وشوه، چې افغانستان په کې ۶ د صفر ګولونو پر وړاندې ماته خوړلې وه.

د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان فوټبال ملي لوبډله په سنګاپور کې د ماتې له خوړولو وروسته عمان ته رسېدلې ده او د سبا ورځې سیالۍ له پاره یې ګټور تمرینات هم وکړل.

افغان فوټبال ملي لوبډله د روسیې په کوربتوب د ۲۰۱۸زېږديز کال د فوټبال نړیوال جام او ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه په پنځم (ای) ګروپ کې شامله ده.

په روانو لوبو کې تر اوسه افغانستان د (تګ) پړاو ټولې څلور لوبې کړې دي، چې یواځې کمبودیا ته یې ماته ورکړې ده، خو له سوریې، جاپان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو نه یې ماتې خوړلې دي.

د وروستۍ درجه بندۍ له مخې افغانستان په روان ټاکنیز پړاو سیالیو کې پر ۳ امتیازاتو سره د کمبودیا له لوبډلې وړاندې په څلورم مقام کې ځای لري.

د فوټبال نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، د افغانستان او سوریې فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د سبا ورځې (راتګ) پړاو لوبې له پاره د قرغزستان هېواد لوبڅاران ټاکل شوې دي.

افغانستان اوسمهال د فوټبال نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ۱۵۰م مقام، خو سوریه بیا په ۱۲۳م مقام کې ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام