د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري سلام وطندار ته ويلي، دغه وزارت په پام کې لري، چې د افغانستان په ټولو ناامنو سيمو کې ۲۱ تازه پوځي عمليات پيل کړي.
د ملي دفاع وزارت دغه پسرلني پوځي عمليات د (فتح) په نوم د یاد کړي دي.
وزيري زياته کړه، چې ياد پوځي عمليات به ډیری په هلمند، زابل، ارزګان، کندهار او نورو ناامنو سيمو کې وشي.
دا عملیات په داسې حال کې اعلانيږي، چې په همدې تازه وختونو کې وسله والو طالبانو هم د خېبر په نامه عملیات پیل کړي دي.
د پنجنشبې (اپریل ۹مه) د بلخ پر استېناف څارنوالۍ برید د وسله والو طالبانو د خېبر په نامه د پيل شویو عملیاتو یوه بېلګه وه، چې ۱۰ پولیس او څارنوال په کې مړه او شاوخوا ۶۰ تنه ټپیان شول.
له دې وړاندې د ذوالفقار په نوم پوځي عمليات د افغانستان په هلمند ولایت کې وشول.
وزيري په دې اړه وویل، چې د ذوالفقار عمليات په برياليتوب سره پای ته ورسېدل او په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو په سلګونه وسله وال جنګيالي، د دوی ډيپوګان، روزنيز ځايونه او نورې پوستې له منځه وړي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان دادان لونګ ويلي، چې د ذوالفقار په پوځي عملیاتو کې ۳۵۰۰ ځواکونو ګډون کړی وو.
په دې عملیاتو کې ۹۳ پوليس او د ملي اردو سرتيري وژل شوي، خو د راپورونو پر بنسټ طالبان بیا تر ۴۰۰ ډير وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي هلمند ته ورغلی و او دی هم دا جګړه بريالۍ وبلله او ټينګار يې وکړ، چې افغان ځواکونه بايد په سمو پوځي وسلو او وسایلو سمبال شي.





