
د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ په خواجه موسی سیمه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال په مشرۍ له طالبانو سره په جګړه کې له یوې ورځې راهیسې ۳۲ وسله وال طالبان او څو طالب قوماندانانو یې وژل شوي دي.
په دې جګړه کې د طالبانو له لوري د دې ولایت نومول شوی والي یې له ۲۵تنو نورو طالبانو سره ټپیان شوي دي.
د جنبش اسلامي ګونډ مرستیال مسعود احمد مسعود چې د پشتون کوټ په جګړه کې له جنرال دوستم سره ملګری دی سلام وطندار ته وویل، مولوی کندهار، مولوی حقیار، مولوی غني او مولوی عزت الله د طالبانو هغه مشهور قوماندانان دي، چې په دې نښته کې وژل شوي دي او ملا ظریف چې د طالبانو له خوا د دې ولایت والي په توګه نومول شوی دی زخمي دی.
مسعود وايي، چې طالبان د فاریاب مرکز میمنې ښار له ۳ کیلو مترۍ نه ۱۸ کیلو متره په شاتمبول شوي دي.
جنرال دوستم د جوزجان ولایت د قوش تپه ولسوالۍ له پاکولو وروسته د شمشېر۲۵ په نوم د عملیاتو په راس کې دې ولایت ته لاړه.
.jpg)
د افغانستان د جنبش ګوند مرستیال وايي، چې په دې عملیاتو کې ۶ تنه امنیتي سرتېري د جنرال دوستم د ساتنې قوماندان جنرال ستار په شمول ټپیان شوي دي.
دی وايي، چې د لویې لارې یو پولیس په دې نشته کې وژل شوی دی.
د ۲۰۹شاهین قول اردو ویاند محمدرضا رضايي وايي، چې ښايي امنیتي ځواکونه د نن ورځې (دوشنبه) تر پایه پورې د خواجه موسی ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو له وجوده پاکې کړي.
رضايي زیاتوي، هغه سیمې چې د طالبانو له کنټروله وتلي دي؛ هلته به امنیتي پوستې جوړې کړي.
په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو د پر مختګ او دوی ته د زیان رسولو ادعاوې ردوي او وايي، چې ملګرو یې له امنیتي ځواکونو درې پوستې نیولي دي.





