راپورونه وايي، چې د مېدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره تېره پنجشنبه سهار مهال پوځي عمليات پېل شوي، چې تر دې مهاله ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او ټپيان دي.
د مېدان وردګو ولایتي مقامات وايي، چې په نښته کې دوه سيمه ییز پولیس هم وژل شوي دي.
د مېدان وردګو ولایت د مطبوعاتي دفتر له لوري په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر دغه سيمه د افغان ځواکونو له لوري پوځي عمليات هغه مهال پېل شول، چې دغه وسله والو مخالفینو په ډله ییز ډول د برید په ترڅ کې غوښتل د سرتېرو په ځپلو سره د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره تخریبي اعمال ترسره کړي.
له بل لوري د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري سلام وطندار ته وویل، په دغو نښتو او عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان ۱۸ پولیس او ۹ ملکیان وژل شوي ۱۸وسله وال طالبان ۷ پولیس او ۲ ملکیان ټپیان شوي هم دي.
حیدري زياتوي، چې جلریز ولسوالۍ ته ۳۰۰ اضافي سرتیري رسیدلي او ډیر ژر به د طالبانو په ولکې کې ۹ امنیتي پوستې او رینجر ګاډي بیرته افغان ځواکونه لاس ته پریوزي.
راپورونه کاږي، چې د دغې نښتې له رامنځته کېدو وروسته له مرکز میدانښار څخه د نښتې ځای ته ځانګړي امنیتي ځواکونه رسیدلي او دمګړۍ هم د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه په عملیاتو بوخت دي.
د يو بل خبر له مخې د پکتيکا په نکې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ۳ وسله وال طالبان او يو ملکي وګړی وژل شوی.
د راپورونو پر بنسټ وسله وال طالبان ادعا کوي، چې په جګړه کې درې امريکايان هم وژل شوې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي، چې تېر شپه د نکې ولسوالۍ د لنډي په سيمه کې د وسله والو طالبانو په يو مرکز بهرنيو ځواکونو چاپه اچولې، چې په پايله کې درې طالبان او درې امريکايي عسکر او يو ملکي کس وژل شوي اوګڼ نورامريکايي سرتير ټپيان شوي.
د پکتيکا د امنيه قومندان مل پاسوال عالي مست مومند پېښه تايدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه د کره شمېرې ورکولو ډډه کوي.
هغه وايي، چې اوسمهال ياده سيمه د امنيتي ځواکونو په واک نه ده.
مومند زياتوي، چې په ياده سيمه کې د بهرنيو ځواکونو له لوري هوايي بريد شوی، چې په پایله کې يې زيات شمېر وسله وال طالبان وژل شوي.





