
په شمال کې د سرپُل سیمهییز چارواکي وايي، چې پهدې ولایت کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ اختلافات زیات شويدي.
د سرپُل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیحالله اماني سلام وطندار ته وویل، چې طالبانو پهخپلو نفوذي سیمو کې غونډې کړي او د داعشیانو پر ضد یې جهاد اعلان کړیدی.
د اماني پر وینا، په نږدې څوو ورځو کې د طالبانو داعشیانو ترمنځ نښتو زور اخیستی او داسې احتمال شته، چې په راتلونکې کې دا دواړه ډلې پهخپلو کې سختې نښتې وکړي.
د ده پر وینا، د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې پهداسې مهال زیاتېږي، چې څه موده مخکې داعشیانو د طالبانو یو کلیدي قوماندان وژلی و.
په جوزجان، فاریاب او سرپُل ولایتونو کې له داعشیانو سره د یو شمېر مهمو طالب قوماندانانو له بیعت وروسته دا لومړی ځل دی، چې طالبان د داعشیانو پر ضد د جهاد اعلان کوي.





