د فرا ولایت استازو په ولسي جرګې کې وویل، چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې ۳۵۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه له څلورو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له خوا کلابند شوي دي.
خو په ورته وخت کې د هېواد لویدیځې حوزې امنیتي چارواکي دغه ادعا ردوي او وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب اورپکو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.
د ولسي جرګې دوه وکیلانو عبدالرحمان رحماني او قاضي نذیر احمد حنفي وايي، که حکومت د کلابند شویو سرتېرو د مرستې له پاره مرستندویه ځواکونه ونه لیږي، دغه ځواکونه به د طالبانو له خوا له منځه یوړل شي.
دغه استازي وايي، چې اوسمهال په څو ولایتونو کې د جګړې موجودیت د دې معنا لري، چې نه یواځې کندوز بلکې د څو ولایتونو پر سر له طالبانو سره معامله شوې ده.
حنفي وویل، د ده د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ۲۵ کسه د دغو امنیتي ځواکونو وژل شوي دي.
له بل لوري د فرا ولایتي شورا رییس فرید بختور سلام وطندار ته وویل، اوسمهال د بالابلوک ولسوالۍ په شیوان کلي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ درنه جګړه روانه ده او مرستندویه ځواکونه سیمې ته لیږل شوي دي.
بختور خبرداری ورکوي، چې وسله والو طالبانو د جګړې په شاوخوا سیمه کې ماینونه ښخ کړي دي او زیاتوي، چې که تازه دمي ځواکونه د کلابند شویو سرتېرو مرستې ته ونه لیږل شي، ښايي، چې د کندوز پېښه تکرار شي.
د فرا د ولایتي شورا رییس د حکومت له مشرانو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو څخه غواړي، چې د کافي ځواکونو په لیږلو سره د دغه ولایت د جګړه په لاس کې واخلي.
خو د هېواد په لویدیځه حوزه کې د ملي اردو قومندان تاج محمد جاهد وايي، چې د فراه ولایت د بالابولوک ولسوالۍ د شیوان کلي کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه تر دې مهال پورې د امنیتي ځواکونو په بریالي توب روانه ده.
د اردو دغه قومندان وايي، د نښتې په چار چاپېره سیمه کې ماینونه اېښودل شوي دي او د شته امکاناتو په مټ به یې له منځه یوسي.
د جاهد پر وینا، په دغې نښته کې د طالبانو شمېر له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تنو پورې رسیږي او له څو ولسوالیو څخه دې جګړې ته ورغلي دي.
د فرا په بالابلوک او پشت رود ولسوالیو کې له ۶ ورځو را هیسې نښته روانه ده او تر اوسه پورې ۳۰ تنه طالبان ۳ تنه قومندانان یې وژل شوي دي.





