د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي وايي، د دولت مخالف وسله وال غواړي، چې د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړي.
د پوځ د ځمکني قواوو قومندان جنرال مراد علي مراد وايي، د دغو بريدونو د مخنيوي له پاره د ملي دفاع وزارت په پام کې لري، چې د مخالفو وسله والو له مرګوني بريدونو څخه د مخنيوي په موخه بدخشان کې قوي او سرتاسري پوځي عمليات ترسره کړي.
نوموړي زياته کړې، چې د دغو عملياتو مشري به د ملي دفاع وزارت وړ او با تجربه قومندانانو ته وسپاري.
مراد علي وویل، چې د افغانستان په شمالي ولاياتو کې د ناامنيو لمن پراخه شوې او په مقابل کې یې د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا هم زیاته شوې.
شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې، چې کله د دولت مخالفو وسله والو له لوري د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ملي اردو ۲۸ تنو سرتېرو څخه سرونه غوڅ شول؛ نو د افغان امنيتي ځواکونو قهر يې را وپارولی.
له هغې پېښې وروسته د ملي دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي او د افغانستان د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي هم امر وکړ، چې افغان ځواکونه باید پر دښمن له هيڅ زغم څخه کار وا نه خلي او له منځه وړلو له پاره يې د هرې ممکنه لارو څخه کار واخلي.
د سلام وطندار راپورونه وايي، چې همدا اوس د بدخشان ولایت، جرم ولسوالۍ په خوستک سيمه کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وسله وال مخالفين فعاليت کوي، چې پکې شاوخوا ۲۵۰ تنه خارجي وسله وال هم پکې شامل دي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قل اردو رییس ارکان وايي، چې وسله وال مخالفین د دغه ولایت په سرحدي سيمو په ځانګړي توګه وردوج، زیباک، یمګان، کران، منجان او جرم ولسواليو کې ځای پرځای شوي دي.
تازه راپورونه وايي، چې ملي دفاع وزارت تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ کومانډويي عسکر د بدخشان، جرم ولسوالۍ په خستک سيمه کې ځای پر ځای کړي او يواځې په مخالفو وسله والو د برید کولو امر ته شپې او ورځې سبا کوي.





