عبدالله: د افغانستان جګړه قومي نه ده

د پنجشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی او د کندهار قومي مشر حشمت خلیل کرزي د شهادت دویمه کلیزه د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، یو شمیر سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو او ملي شورا غړو په ګډون په ارګ کې ولمانځل شوه.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله غونډې ته وویل، چې افغان ولس تل د خپلې خاورې ساتلو له پاره قربانۍ ورکړي.

اجرایوي مشر زیاته کړه، له پخوا د افغانستان جګړې ته د قومي بڼې ورکولو په موخه توطيې روانې دي، خو پر وینا يې ترهګر افغانستان ته راوستل شوي او دغه ډله د افغان ولس اصلي دوښمنه ډله ده.

نوموړي وویل، هغو کسانو ته ډېر د خجالتۍ ځای دی، چې پر واقعیتونو پوهیږي او بیا هم واقعیتونه تحریفوي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د افغانستان جګړه تحمیلي جګړه وبلله او پر مشترکې مبارزې يي ټینګار وکړ.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د حشمت خلیل کرزي ورورغونډې کې د افغانستان جګړه پلان شوې او تحمیلي جګړه وبلله.

له دې ټولو سره سره، اجرایوي رییس په هیواد کې د ترهګریزو بریدونو غندلو ترڅنګ وايي، چې د افغانستان ولس د ترهګرو جګړې قرباني شوي او زیاتوي، چې یو شمیر کسانو ترهګر په دوو ډلو ښه او بد ویشلي په داسې حال کې چې هغوی ددې خاورې بچیان وژني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام