د فراه اوسېدونکي: که پر فراه مو معامله کړې وي، امنیتي ځواکونه مه پرې وژنئ

د فراه ولایتي شورا یوشمېر غړي وايي، طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر خاک‌سفېد او بالابلوک ولسوالیو بریدونه کړي دي. دوی په دې برخه کې حکومت په بې‌غورۍ تورنوي او وايي، د فراه پر سر یې معامله کړې ده.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو د خاک‌سفېد ولسوالي پر خوست پوستې برید کړی چې له کبله یې شاوخوا ۴۵ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي دي.

د نعیمي په وینا، طالبانو د دغه ولایت پر یوشمېر نورو برخو هم بریدونه کړي چې له کبله یې د ۲ ملکیانو په ګډون ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي، ۴ ټپیان دي او ۹ سرتېري هم د هغوی لاس ته ورغلي دي. نوموړی زیاتوي، طالبانو د فراه‌ښار د باغ‌پل سیمې پر پوسته هم برید کړی چې ۲ ټانګونه او څو هټې یې سوځولې دي.

نعیمي په بالابلوک ولسوالي کې د ۲ پولیسو د وژل کېدو خبر هم ورکوي.

په همدې حال کې د فراه ولایتي شورا غړی ګل‌احمد فقیري پر حکومت تور پورې کوي چې د فراه پرسر یې معامله کړې ده.

بلخوا د فراه امنیې قومندانۍ ویاند محب‌الله محب که څه هم پر دولتي پوستو د طالبانو بریدونه مني، خو وايي په یادو جګړو کې طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اووښتې ده.

د نوموړي په وینا، د خاک‌سفېد ولسوالي پر خوستې پوسې د طالبانو برید کې یې د ملا نوراغا په نوم مشهور قومندان یې له خپلو ۵ کسانو سره وژلی دی. محب زیاتوي، په یادو نښتو کې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ‌ژوبله اووښتې، خو کره شمېره یې مالومه نه‌ده.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، پر فراه ښار او خاک‌سفېد ولسوالي یې بریدونه کړي چې له کبله یې له ۴۰ ډېر امنیتي ځواکونه وژلي او نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام