
د هرات پشتکوه ولسوال عبدالعلي فقیریار سلاموطندار ته وویل، سره له دې د ولسوالۍ په زیاترو سیمو کې امنیت ټینګ دی، خو دغې ولسوالۍ ته د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې ۱۴ ورکړل شوي مرکزونه د نامعلوم دلیل لهمخې د ټاکنو کمېسیون لهخوا لغوه شوي دي.
د هرات د ټاکنو خپلواک ولایتي کمېسیون رییس محمد داود صدیقزاده وايي، دا پرېکړه د امنیتي ګواښونو د موجودیت په اساس شوې ده.
د دغې ولسوالۍ ځېنې اوسېدونکي وايي، که ژرترژره دا مرکزونه فعاله نه شي دوی په ټاکنو کې له ګدون ځنې محرومیږي.





