کډه شوي کونړیان: پاکستاني توغنديو مو ژوند تریخ کړی

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ له شالۍ سیمې شاوخوا درې میاشتې مخکې د پاکستانیو ځواکونو له‌خوا د توغندیو راویشتلو له‌کبله شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د "شالۍ وُلۍ" لویې دښتې ته ورکډه شوي دي.

راکډه شوې کورنۍ وايي، په خپله سیمه کې ترې ټول شته پاتې شوي، چې اوس یې ژوند په دغه لویه دښته کې له ستونزو او کړاوونو سره مخ دی.

بې ځایه شوې کورنۍ د نورو مشکلاتو سره، سره د سرپنا، روغتیايي خدمتونو او پاکو اوبو بې برخې دي، په داسې حال کې چې ګرمي ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

شیر افضل، وهاب او دوايي خان وايي، چې ماشومان یې د کرمې هوا له امله ناروغان کېږي او د اوبو به برخه کې جدي ستونزې سره مخ دي.

دوی وايي، د کور له‌پاره یو بوشکه اوبه په ۲۰ افغانۍ پېري.

شیر افضل وویل، د شپې له‌خوا یې ماشوم ورته ناروغ شو، د پيسو او ترانسپورټ د نه موجودیت له‌کبله یې ناروغ د څاروي په وسیله ډاکټر ته وړی و.

دغه کډوال وايي، د نورو ستونزو ترڅنګ غربت داسې ځپلي، چې د ناروغ د پوره نسخې پیسې نه لري او نیمه درمل ورته پېري.

د خاص کونړ له شالۍ راکډه شوي کډوال وايي، تر اوسه یې دولت په هېڅ برخه کې لاسنیوی نه دی کړی؛ خو یوې مرستندویه موسېسې لږ شمېر کورنیو سره د خېمو، خوراکي توکو او د لنډ مهال له‌پاره د اوبو د ټانکرونو مرسته کړې وه؛ چې اوس پرې هغه اوبه هم بندې شوي دي.

د پاکستانیو د توغندیو له‌امله دغه بې ځایه شوي کډوال وايي، توند باد او شړکنده باران یې خېمې او له لرګیو جوړ شوي چوپالونه له یوې مخې غورځوي؛ چې بیا یې د سر سیوری نه وي.

د همدې تریخ ژوند په اړه یوې مېرمنې وویل، د تېرې شپې توپان یې خېمې ګوزار کړلې او ماشومان یې وکړنګول چې اوس یې هم د هماغه حالت انځور په ذهن کې دی.

د خان سید په نوم یو بل راکډه شوی وايي، د سیمې اقلیمي شرایطو یې ژوند سخت کړی دی.

د دې کډوالو د ماشومانو له‌پاره د خاص کونړ ولسوالۍ په "شالۍ" سیمه کې حکومت یو لومړنی ښوونځی جوړ کړی و؛ خو اوس ترې راکډه شوي؛ ښوونځی تړلی او ماشومان یې له زده‌کړو لرې پاتې دي.

سعید او حنیف هم د هماغې ښوونځي شاګردان وو، چې راکډه شوي او له زده‌کړو محروم دي.

دوی وايي، ولسوالۍ ته یې د پاکستاني پوځيانو له لوري توغندي ورتوغول کېدل، چې د ښوونځي او کورونو شاوخوا سیمې به یې ویشتلې.

د دې سلګونو کورنیو یو مشر محمد طالب مومند سلام وطندار سره مرکه کې وویل، دغه کورنۍ د شالۍ سیمې له څوارلسو کلیو راکډه شوي، چې تر اوسه یې حکومتي چارواکو هېڅ پوښتنه نه ده کړې.

دی وايي، د پاکستاني پوځ په توغندیو کې یې دوه کلیوال وژل شوي، پنځه ټپيان شوي او ګڼ څاروي یې هم وژل شوي دي؛ اوس هم هغې سیمې ته توغندي ورتوغول کېږي.

مومند وویل، د سیمې ټولو خلکو کرکیله او مالداري کوله اوس د "شالۍ وُلۍ"  دښتې اقلیمي شرایط خورا سخت دي؛ له‌کبله یې خلکو خپل څاروي پلورلي او د کورنيو په ژوند یې منفي تاثیر کړی دی.

د دغو کډوالو ستونزې مو د کونړ له ولایتي ادارې سره شریکې کړې.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وویل، ولایتي ادارې د نورو مرستندویو موسېسو له لارې خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې له ۲۰۰ ډېرو کورنیو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د ځینو خوراکي توکو مرسته کړې.

مصمم وايي، خاص کونړ ولسوالۍ کې د بې‌ځایه شویو کډوالو له پاره د څښاک اوبو شل څاګانې جوړوي.

دی وايي، د دغو کډوالو ستونزو ته په وار، وار رسېدنه کېږي.

غني مصمم وویل، د دوی د سروې له مخې، په خاص کونړ، سرکاڼو او دانګام ولسوالیو کې نږدې ۳۰۰ کورنیو د پاکستاني توغندويي بریدونو له امله خپلې مېنې پریښې دي.

له شاوخوا اتو کلونو راهیسې پاکستاني ځواکونه د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو توغندويي بریدونه کوي، چې تر اوسه یې کره لامل نه دی په ګوته شوی.

پاکستانی لوری ادعا کوي؛ چې له افغان خاورې پر ډېورنډ کرښه وسله‌وال هغه هېواد ته وراوړي، نو ځکه یادې سیمې د وسله‌والو د ځپلو په موخه په نښه کوي. افغان شنونکي بیا وايي، پاکستانی حکومت په دې کار سره ډېورنډ کرښې ته نږدې سیمې له ولسي وګړو خالي کول غواړي، چې هم په کې خپله مخکې راشي او هم وسله‌وال ځای پر ځای کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام