جنرال نېکلسن: پاکستان د کوټې په ښار کې حقاني شبکې او طالبانو ته پټن‌ځایونه ورکړي

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکیو یو ځل بیا پر پاکستان حکومت تور پورې کړ، چې «حقاني شبکې» او «طالبانو» ته یې د دغه هېواد په کوټه ښار کې خوندي پټن‌ځایونه ورکړي دي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت او په دې هېواد کې د مېشتو امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د پنجشنبې په ورځ ناوخته مهال د امریکا د سنا مجلس «د پوځي خدماتو کمېټې» ته حاضر او د افغانستان د امنیتي او هر اړخیز حالت په اړه یې د مجلس ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

جنرال نېکلسن د افغانستان ـ پاکستان د ګډ ترهګریز دوښمن په اړه د پاکستان پر جدي همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې  افغانستان سولې ته اړمن دی او د دغه هېواد ګاونډیان هم اړ دي، چې د دوی امنیت د افغانستان په ثبات پورې اړیکه لري.

د نېلکسن په خبره د امریکا او پاکستان پېچلې اړیکې یوې هر اړخیزې ارزونې ته اړتیا لري او افغانستان اړ دی، چې له دې هېواد سره په خپلو اړیکو جدي غور وکړي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې ځواکونه به یې په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې په ماتولو ممترکز وي.

جنرال جان نېکلسن د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال د افغان ځواکونو تلفات اندېښمنوونکي وبلل؛ خو همدارنګه یې په ټینګار سره زیاته کړه، چې دغه ځواکونه په ۲۰۱۶ کال کې په زړورتیا سره وجنګېدل او دوښمن یې په ډېرو ځایونو کې له سترو ماتو سره مخ کړ.

افغان حکومت او پاکستاني لوري تر اوسه د دې څرګندولو په اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام