امنیتي ځواکونو پر وانټ وایګل ولسوالۍ ۸۰۰ کسیز وسله وال برید په شا وتمبولو

د وانټ وایګل ولسوالي د ۲ وسله والو قومندانانو او ۸ وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسېدله

د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د چټک غبرګون قطعې قومندان الله داد سلام وطندار ته وویل، چې په دې نښته کې د عبدالرحیم او اسحاق په نامه دوو وسله والو قومندانانو په ګډون ۸ کسه وسله وال مخالفین وژل شوي دي شوی دی  او ۲ تنه نور یې په هوايي ډزو کې ټپیان شوي دي.

د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوال رحمت الله سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چی اوس نښته درېدلې ده او وسله وال له سیمې نه په شا تمبول شوي دي.

ولسوال وویل، چې په دې جګړه کې دولتي ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

تر اوسه د دغې نښتې په اړه کومې وسله والې ډلې له رسنیو سره څه نه دي ویلي.

دویم تعقیب

د وانټ وایګل ولسوالۍ جګړه د ۸ وسلوالو په وژل کېدو لا هم روانه ده

د نورستان پر اونټ وایګل ولسوالۍ باندې له ۶۰۰ نه د زیاتو وسله والو طالبانو له خوا په روان برید کې تر اوسه ۸ وسله وال وژل شوي او نښته لا هم روانه ده.

د امنیتي ځواکونو په وینا، وسله والو طالبانو نن سهار درې نیمې بجې د (جون په۲۵مه) د ولسوالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.

د وانټ وایګل ولسوال رحمت الله سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د بې پیلوټه الوتکو په دوو جلا – جلا بریدونو کې ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي. 

د دې ولسوالۍ اوسېدونکې او د نورستان ولایتې شورا پخوانی رییس قاضې عنایت الله مذهبیار سلام وطندار ته وویل، د هوایې بریدونو سره جکړه یو څه درېدلې وه، خو اوس چې د افغان ځواکونو کومکې قطعې سیمې ته رسېدلي؛ جکړه بیا زور اخیستی دی.

که څه هم نوموړي وویل، چې دزوسلوالو د دې جګړې مشري د نورستان لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي حشمت الله کوي، خو تر اوسه دا خبره کومې رسمي سرچېنې نه ده تاید کړي.

 

لومړی تعقیب

د نورستان پر وانټ وایګل ولسوالي ۸۰۰ وسله والو برید کړی

د افغانستان د ختيځ نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوال رحمت الله سلام وطندار ته په ټلیفون وویل، چې وسله والو مخالفینو د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ باندې برید کړی دی.

د ولسوال په خبره، جګړه له نن سهار راهیسې پیل شوې ده او لا هم روانه ده.

رحمت الله، چې وویل په سیمه کې جکړه هره شېبه زور اخلي، خو افغان ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره پوره مقاومت کوی.

نوموړي وویل، چې د وسله والو زیاته برخه بهرني جنګیالي دي، چې په بېلابېلو  وسلو سمبال دي.

په سیمه کې مېشت قومي مخور او د نورستان د ولایتې شورا پخواني رییس قاضی عنایت الله مذهبیاز سلام وطندار ته وویل، چې د دوی د اټکل له مخې ښایې د وسله والو جنګیالو د ۸۰۰ په شاوخوا کې وي.

د ده په وینا، د دغې جکړې مشري د نورستان لپاره د وسلوالو د نومول شوي والي مولوي حشمت الله پر غاړه ده.

په سیمه کی د چټک غبرګون قطعې قومندان الله داد سلام وطندار ته وویل، چې ګډو ځواکونو کلک مقاومت کړی، د دوی د معلوماتو له مخې تر اوسه ۵ وسلوال وژل شوي دي.

وسلوالو تر اوسه د دغې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده، چې وخت ناوخت د وانټ وایګل ولسوالۍ تر څنګ د نورستان پر 'کامدیش' او 'برګېمټال' ولسوالیو هم د وسله والو له خوا ورته بریدونه کېږي، خو په کمه موده کې بېرته د امنیتي ځواکونو ولکې ته لوېږي.

 د نورستان د ولایت پولیس وايي طالبانو دغه ولسوالي چې له ډېورینډ سره نېژدې پرته نیولې ده، چې اکثره وخت پرې د پاکستاني وسله والو له خوا بریدونه کېږي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام