طالبانو په پکتیا ولایت کې د ۶ ولسوالیو لارې تړلي

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت د میرزکې ولسوالۍ په اندام سیمه کې مرکز ګردېز ته د شپږو ولسوالیو لارې له تېرې شپې راهیسې تړلي دي.

د پکتیا ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمنوال محمد ایوب وردګ وايي، چې د لارې د خلاصولو له پاره یې عملیات پیل کړي دي.

وردګ زیاتوي، چې طالبانو په لارو کې بمونه ښخ کړي او د لارو پلونه او پلګوټي یې په بمونو الوزولي دي.

دی ډاډ ورکوي، چې ډېر ژر به دغه لارې د خلکو د تګ را تګ په مخ پرانیزي.

په ورته وخت کې د سیمې خلک هم شکایت کوي او وايي، چې له تېرې ورځې راهیسې طالبانو د مرکز ګردیز او ولسوالیو لارې تړلي دي او دوی پرې تګ را تګ نه شي کولی.

دغه خلک وايي، چې په لارو کې لسګونه باردار او د سپرلۍ موټر بند پاتې دي.

په داسې حال کې وسله وال طالبان د پکتیا د شپږو ولسوالیو لارې تړلي، چې درې ورځې مخکې طالبانو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ پراخ ډله ییز بریدونه وکړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام