ننګرهار کې په تېرو ۶میاشتو کې ۳۰۰ ملکیان وژل شوي

د ملکي وګړو خوندیتوب او عدالت‌غوښتنې ډلې نن په کابل کې خبري غوندې ته وویل چې د دوی د موندنو له‌مخې په ننګرهار ولایت کې په تېرو ۶میاشتو کې څه باندې ۳۰۰ ملکيان وژل شوي او نږدې ۷۰۰ تنه تپیان شوي‌دي.

د یادې ډلې مسوول عزیزاحمد تسل وایي، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

ښاغلي تسل په ټینګار سره وویل چې حکومت باید د جګړې پای او د ملکيانو مرګ‌ژوبلې د مخنیوي له‌پاره کړنلاره جوړه کړي.

د ښاغلي تسل په وینا، له‌ دې کسانو ډېر یې په ځانمرګو او هوایي بریدونو کې وژل شوي چې تر ډېره یې مسوولیت د داعش ډلې پرغاړه اخېستی دی.

د ملکي وګړو خوندیتوب او عدالت‌غوښتنې ډلې مشر عزیزاحمد تسل زیاتوي چې پوځ ته د ننګرهار امنیت سپارلو دغه ولایت پر زندان بدل کړی‌دی.

د یادې ډلې غړي همدارنګه وايي چې د ننګرهار جګړه باید د اطلاعاتي او استخباراتي کنټرول له لارې کابو شي او ولسمشر غني دې د ولایتي چارواکیو د ګوښه کولو پر ځای د ننګرهار امنیتي ستراتیژي بدله کړي.

د دوی په وینا، د وېره‌اچوونکیو بریدونو له امله خلک وېرېدلي او ډېر یې له وېرې بهر نه ووځي.

په همدې حال کې مدني فعال محمدرفیق کاکړ وایي چې د شمالي ولایتونو اوسېدونکي هم ناامنیو او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې اندېښمن کړي او له حکومته غواړي د دې ولایتونو په تېره کندوز امنیت ته جدي پام وکړي.

ښاغلی کاکړ زیاتوي، که حکومت وغواړي، په ټولو ولایتونو کې امنیت ټینګولی شي.

په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې د ننګرهار امنیتي وضعیت به ډېر ژر ښه شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام