
د هلمند والي محمدیاسین خان وایي چې ملا عبدالرحیم مشهور په ملامنان تېره شپه له خپلو پنځو ملګرو سره د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شویدی.
پېښه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
ځایي سرچینې وایي چې ملامنان لومړی سخت ټپي شویو چې سهار یې ساه ورکړه او نن په نوزاد ولسوالۍ کې خښ کړی شو.
په ټولنیزو رسنیو کې د ملامنان د مړي انځورونه او هم هغه غږ خپور شوی چې یو طالب بل ته د پېښې په اړه خبر ورکوي.
ملامنان اوس د طالبانو په تشکیلاتو کې د لوی درستیز مرستیال او د هلمند، کندهار، روزګان او په ځېنو نورو ولایتونو پوځي مسوول و.
ده د دولتي ځواکونو پر ضد د طالبانو ډېرو جنګي عملیاتو مشري پرغاړه لرله.





