جنرال مراد: په مناسب وخت کې به ډير رازونه را وسپړم

د ملي اردو د لوی درستيز مرستیال جنرال مراد علي مراد وايي د کال له پیله تر اوسه په هیواد کې د بخښنې نه وړه جنایتونه ترسره شوي دي خو په پایله کې به ګتونکي د افغانستان خلک وي.

مراد نن (یکشنب) د یو شمېر افسرانو د فراغت په مراسمو کې وویل، هغه خلک چې غواړي د افغانستان جګړه له جنوبه شمال ته ولېږدوي هیڅ کله به په خپل مقصد کې بریالي نه شي او نه به خلک ورته سر ټيټ کړي.

ښاغلي مراد د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاس وهنې په اړه د نړیوالې ټولنې دخاموشۍ نا خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې "ولې په افغانستان کې د جنایت کوونکو کړنې جنګي جنایت نه ګڼل کيږي او نړیواله ټولنه دافغانستان دخلکو پر وژنې خاموشه ده"

هغه زیاته کړه، په دې برخه کې ډير رازونه لري، چې په روستیو وختونو او د ټولو لارو تړلو وروسته به یې په ډاګه کړي.

مراد دا هم وویل، چې افغانستان د پاکستان په اړه ښه نظر لري خو په خلاف پاکستان د افغانستان په اړه ښه نیت نه لري.

جنرال مراد وویل چې څه موده وړاندې د افغانستان د امنيتي چارو مشران پاکستان ته دهغه هیواد د ناسم پوهاوي لرې کولو له پاره لاړل خو دهم هغې پر سبا پاکستان د افغانستان پر خاوره راکټي بریدونه پیل کړل

د لوی درستیز مرستیال وايي، د پاکستان له لورې د افغانستان پر خاوره راکټي برېدونه ښکاره تېری دی او دا به بې ځوابه پرې نږدي.

مراد علي مراد د منځنۍ اسیا پر هیوادونو غږ وکړ چې خپلې پولې خوندي کړي او افغانستان ته دې د ترهګرۍ د مرکز په سترګه نه ګوري؛ دده پر وینا ترهګري پر افغانانو تپل شوې ده.

په همدې حال د کابل د نظامي مرکز د ښوونې او روزنې قوماندان وايي، امنتي ځواکونه به هغه چاته فرصت ور نه کړي چې غواړي بې ګناه افغانان ووژني.

هغه زیاته کړه"دښمن" د یو ناوړه کار د ترسره کولو د فرصت په لټه کې دی خو امنتي ځواکونه باید وړاندې له هدف ته له رسېدو یې مخه ونیسي.

په کابل او دهیواد په نورو سیمو کې د پرلپسې برېدونو وروسته دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوي.

افغان چارواکو پاکستان تورن کړی چې د ناامنيو په ورستيو پېښو کې یې پوځي چارواکي لاس لري؛ خو پاکستان بیا دا تورونه رد کړي دي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام