
تمه کېږي، چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې به د افغانستان د پوره غړیتوب په اړه سبا (پنجشنبه) د کینیا په نایروبي کې د دغه سازمان د وزیرانو په کنفرانس کې پرېکړه وشي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي سلام وطندار ته وویل، چې د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کول، د افغانستان له پاره په سوداګریزو برخو کې خورا مهم دی.
ښاغلی قوقندي زیاتوي، چې د دې نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب په ترلاسه کولو سره به د افغانستان تولیدات ۱۶۴هېوادونو ته لار پيداکړي.
د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب سره افغانستان کولای شي، چې د هېوادونو سره د ټرانیزيټ او سوداګريزو شخړو ستونزې حل او فصل کړي.
په نړیوال سوداګریز سازمان یا " WTO " کې ۱۶۴ هېوادو غړیتوب لري او که چېرې کوم هېواد د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کوي؛ باید له ټولو غړو هېوادونو مثبته رایه واخلي.
بل خوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب خپلول په ټوله کې ګټور بولي او زیاتوي، چې له دې سره د سوداګرۍ اوسنۍ بڼه بدلېدلی او معاصره کېدلی شي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي سلام وطندارته وویل، د سوداګرۍ نړیوال سازمان غواړي، چې غړي هېوادونه خپل تولیدات او صادرات په نړیوال نورم او ستندر برابر او بازار ته عرضه کړي.
ښاغلی الکوزی زیاتوي، چې د افغانستان په اوسنۍ دودیزې سوداګرۍ ځېنې قیودات هم وضعه کېږي، د ده پروینا، اوس مهال افغانستان ایران، پاکستان او هند ته په بوجیو کې بادام او په وښو کې خربوزې لیږدول کیږي، چې دا بڼه به یې عصري او له نورم سره برابره شي.
د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، چې د افغانستان له پاره د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کول ښه اقتصادي موکه ده او زیاتوي، چې د ټولې نړۍ هېوادونه هڅه کوي په دې سازمان کې غړیتوب ترلاسه کړي.
د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو شنونکي استاد مسعود وايي، د سوداګرۍ نړیوال سازمان د ټولو غړو هېوادونو له پاره یوه اساس نامه لري، چې کولای شي د هغه له مخې د خپل هېواد صنعت او کرنې ته وده ورکړي.
ښاغلی مسعود د هېواد کې نیمګړی مدیریت یوه ستونزه بولي او زیاتوي دا ځل دې په سوداګریز مدیریت کې د پام وړ بدلون وشي.
که څه هم پاکستان د دې سازمان غړیتوب لري، خو ایران او یو شمېر نور ګاونډي هېوادونه لاهم د دې سازمان غړیتوب په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي.
د سوداګرۍ نړیوال سازمان " WTO " په ۲۰۰۵ کال کې رامنځته شوی او له رامنځته کېدلو سره یې د غړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي راکړه ورکړه کې ډېرې اسانتیاوې راغلې دي.





