.jpg)
د کندوز ولایت امنیتي مسوولین وايي، چې وسله والو طالبانو د کندوز ـ علی اباد په لویه لار د سیمه ییزو پولیسو په یوې پوستې برید کړی، چې په پایله کې یې ۷ سیمه ییز پولیس سوځولي دي.
دغه پېښه نن ګهیځ شاوخوا ۲ بجې د کندوز ـ علی اباد لویې لارې په کوچه قزاق سیمه کې رامنځته شوې ده.
په شمال ختیځ زون کې د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري د پېښې تایید ترڅنګ وویل، چې وسله والو طالبانو په دغه برید ۷ سیمه ییزو پولیس د خوب پرمهال له وسلو او تجهیزاتو سره یو ځای کانټېنر کې سوځولي دي.
دی وايي، په پېښه کې ۲ نور پولیس ټپیان دي.
.jpg)
د اکبري په خبره، طالبانو د یو نفوذي وسله وال په مرسته دغه برید کړی دی.
د سیمه ییزو پولیسو د دې پوستې قوماندان میراګل چې د پېښې پرمهال په پوسته کې موجود نه و، وايي، چې طالبانو لومړي دغه ۷ پولیسو وژلي او بیا یې سوځولي دي.
د دغو امنیتي مسوولینو په خبره، دغه سرتېري په پوره ډول سوځېدلي او د پېژندنې وړ نه دي.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي په یو تیلیفوني پیغام کې سلام وطندار ته پېښه تایید کړې او ویلي دي، چې د دوی ملګرو د پوستې وسلې هم له ځانه سره وړي دي.





