فراه کې د امنیتي ځواکونو تجهیزات پر طالبانو پلورل کېږي

د ولسي جرګې یو پلاوی چې په فراه ولایت کې د امنیتي او دفاعي ادارو د ستونزو څېړلو لپاره یاد ولایت ته تللی و، نن یې د خپلو څېړنو موندنې د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړې.

د دغه پلاوي څېړنې ښيي چې سیمه‌ییزه اداره او د فراه امنیه قومانداني د تشکیلاتو له کمښت سره مخ ده.

د ولسي جرګې غړي عبدالستار حسیني چې د پلاوي مشري یې کوله وویل، امنیتي ځواکونه ژمنۍ البسه، د روښنايۍ وسایل او د پوستو د ګرمولو لپاره سون‌توکي نه لري او د ژمي سړه هوا سرتېري اړ باسي چې په خپلو شخصي پیسو د اړتیا وړ توکي وپېري.

د حسیني په خبره، د فراه والي په خپلو څرګندونو کې ورته ویلي چې د امنیتي ځواکونو وسایط او تجهیزات د دغه ولایت په جمعه‌بازار کې پلورل کېږي او وروسته بیا د امنیتي ځواکونو پر وړاندې کارول کېږي.

د ولسي جرګې دغه غړی همداراز وايي، د فراه په امنیه قومانداني کې سرتېري بشپړ پوځي تجهیزات نه لري او په ګڼ شمېر سیمو کې امنیتي ځواکونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

سلام‌وطندار هڅه وکړه چې په دې اړه د فراه د والي نظر هم واخلي، خو په یاد ولایت کې د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له کبله د هغه د نظر په اخیستو ونه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام