د روان حالت دوام هېواد د کړکېچ پر لور بیایي او حکومت ړنګوي

کابل کې د تېرې چهارشنبې له خونړي برید او په اړه یې له اعتراضونو وروسته، ځینو سیاسي او جهادي ډلو او د ولسي جرګې یو شمېر غړو د اعتراض غږ پورته او د "جنبش رستاخیز" په نوم خوځښت ملاتړ یې وکړ.  

دا سیاسي مخالفې ډلې، حکومت د خلکو غوښتنو ته په ځواب ویلي کې په ناکامي تورنوي.

په وروستۍ پرمختیا کې د ولسي جرګې ۴۰ کسییز پلاوي ویلي، که چېرې حکومت په ادارو کې بنسټیز سمون رانه ولي، دوی به د نظام بدلون او اساسي قانون کې د تعدیل له‌پاره لویه جرګه راوبولي.

یو شمېر سیاسي څېړونکي وایي، چې روان حالت تر ډېره د حکومتي چارواکو خپل منځي اختلاف او نه همغږۍ زېږنده دی؛ نو ځکه خو مخالفو ډلو د نارضایتي جنډه پورته او د حکومت ړنګولو هڅه کوي.

د دغو سیاسي څېړونکو په اند حکومتي چارواکي باید له دغه حالته د راوتلو له‌پاره عملي ګامونه پورته کړي. 

د سیاسي چارو څېړونکي ډاکتر کبیر رنجبر سلام وطندار ته وویل، افغان حکومت له هراړخیز فشار لاندې دی او اوسني وضعیت ته په کتو حکومت باید د دغه حالت کنترول له پاره عملي طرح جوړه کړي.

رنجبر وايي، له ژور سیاسي، اقتصادي او امنیتي  کړکیچ سره مخ یو او دې ته دولتي کړکیچ وایي.

د ده په باور دا به نور هم ژور شي او زموږ ستونزې به ډېرېږي.

بل سیاسي څېړونکی انتظار خادم رامنځته شوی حالت د حکومت تنبلي پایله بولي او وایي، چې حکومت به د دې ستونزې له لرې کولو پرته ړنګ شي.

د خادم په اند، حکومت د هېواد د ستونزو لرې کولو هڅه نه کوي او سیاسي مخالفین یې ورځ تربلې پیاوړي کېږي.

په همدې حال کې سیاسي څېړونکی فردوس کاوش سلام وطندار ته وویل، اوسنی حکومت له دننه او بهره له ستونزو سره مخ دی، نو ځکه خو مخالفین ځواکمن او د حکومت ړنګولو هڅه کوي.

دی وایي، دغه حالت د ډاکټر نجیب الله د حکومت وروستیو وختونو ته ورته شوی دی او په هغه وخت کې بېلابېلو لورو له ډاکتر نجیب الله سره ستونزې درلودې او دا ستونزې په پای کې ډېرې جدي شوې، چې د نجیب الله حکومت یې ړنګ کړ.

د کاوش پروینا، حکومت باید د ستونزو لرې کولو په موخه د ټولو اړخونو همکاري له پاره یو میکانیزم جوړ کړي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد سلام وطندار سره په خبرو کې د حکومتي مشرانو اختلاف عادي وباله او زیاته یې کړه، حکومت په ټولو برخو کې ۸۰ سلنه بریاوې لري او د ستونزو لرې کولو په موخه یې غوره طرحې پلې کړي او پلې کوي یې.

نجیب الله ازاد وايي، افغان حکومت په بریالیتوب سره توانېدلی، چې د کورني او بهرني سیاست طرحې ولري.

د سیاسي چارو څېړونکو په اند حکومتي چارواکي او مسوولین باید خپل منځي اختلاف یوه خوا پرېږدي او افغانستان له دغه حالته راوباسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام