
د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ د لنګر سادات کلي د یوې کورنۍ ۸ غړي ادعا لري، چې یو ځایي قوماندان له خپلې مېنې تالقان ښار ته تبعید کړي دي.
د دې کورنۍ یو غړی عبدالودود وايي، د قاري الیاس وسله والو کسانو یې د کورنۍ یو ماشوم او یو بل تن ووژلو او ۶ نور یې ورته تپیان کړل.
نوموړی وايي، وروسته له دې پېښې د عدالت غوښتنې له پاره سیمه ییزې ادارې ته مراجعه وکړه، چې دا کار د الیاس قوماندان د غوسې لامل شو او په غبرګون کې یې د دې کورنۍ ۸ تنه غړي له اووه میاشتو راهیسې د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته تبعید کړي دي.
د دې کورنۍ بل غړی شیرن وايي، د دې سیمه ییز قوماندان وسله وال په پرلپسې ډول په خلکو ظلم کوي او زیاتوي، چې د دوی ټوله شتمني یې چور او تالان کړې ده.
د دې کورنۍ غړو نن د تخار ولایت مقام مخې ته د عدالت غوښتنې غږ پورته کړ او ویې ویل، چې د رستاق ولسوالۍ محلي څارنوال هم د قاري الیاس زوی دی او په دې قضیې کې د دغه قوماندان پلوي کوي.
په ورته وخت کې قاري الیاس له سلام وطندار سره په خبرو کې د دې کورنۍ د غړو تبعیدول او وژنه رد کړه.
نوموړي وویل، دی وسله وال کسان نه لری او جرم یو فردي عمل دی.
دی وايي، حکومت دې د قضیې په اړه پلټنې وکړي او مجرمینو ته سزا دې ورکړي.
دغه راز د تخار د والي ویاند سنت تیمور وویل، قاری الیاس د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو له خوا حمایت کېږي او زیاته یې کړه، حکومت دغه قضیه تعقیب کړې او دوسیه یې لویې څارنوالۍ ته لېږلې ده.
د راپورنو له مخې د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې بېلابېل وسله وال کسان او ډلې په پرلپسې ډول ځايي خلک ځوروي.





