چاودنې د ننګرهار د ولایتي شورا وکیله انګېزه شینوارې سخته ټپي کړې
د ننګرهار د ولایتي شورا وکېلې انګېزې شینوارې پر موټر د چاودنې له امله نوموړې سخته ټپي شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي سلام وطندار ته وویل چې پېښه نن(شنبه دسلواغې ۲۱مه) کابو دوه بجې شوې ده، چې له امله يې د انکېزې موتر چلونکی وژل شوې او خپله ډېره سخته ټپي شوې ده.
ضیا زیاتوي، په پېښه کې څلور تنه نور هم ټپیان شوي دي.
خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریس نجیب کاموال وايي چې په پېښه کې د وکېلې په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي، یو تن وژل شوی، چې په ټپیانو کې ۵ تنه يې د بي بي هوا د نجونو لېسې زده کونکې دي.
نوموړی وايي: درې تنه يې له روغتونه رخصت کړي، خو د وکېلې شینوارې په ګډون درې تنه نور بیستر شوي دي.
ورستي راپورونه وايي چې د میرمن انګیزې دواړه پښې د ژورو ټپونو له امله غوڅې شوي دي.
په ننګرهار کې د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول اصف شینواری هم په یاده پېښه کې د ۵ تنو زده کونکو ټپي کیدل تاییدوي او زیاتوي چې د یو تن ماشوم روغتیايي وضعت د اندېښنې وړ دی.
داسې ویل کیږي چې چاودیدونکي توکي له وړاندې د وکیلې شینوارې په موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د پېښې مسولیت نه دی منلی.
داسې ویل کیږي چې چاودیدونکي توکي له وړاندې د ولایتي شورا ددې وکیلې په موتر کې ځای پر ځای شوي وو.
تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د پېښې مسولیت نه دی منلی.





