
د فراه ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، طالبانو بېګاه د فراه ښار په شوالګا او د بالابلوک ولسوالۍ په فراهرود سیمه کې د امنیتي ځواکونو په درېیوو پوستو ډلهییزه برید کړی.
د ښاغلي قانع په خبره، د فراه ښار په شوالګا پوستې برید کې ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۴ نور د طالبانو له لوري نیول شوي.
لهدې سره هممهاله طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په دوو پوستو هم برید کړی چې ۱۷ امنیتي ځواکونه پهکې وژل شويدي.

د ولایتي شورا دغه غړی زیاتوي، طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوستو له بریدونو وروسته ټول تجهیزات له ځان سره وړي او د هاموي یو ټانګ ته یې هم اور اچولی دی.
خو د فراه والي ویاند ناصر مهر که څه هم د امنیتي ځواکونو په پوستو د وسلهوالو برید مني؛ خو وايي چې دغو بریدونو کې یوازې ۸ پولیس وژل شوي.
ښاغلی مهر زیاتوي، دغو بریدونو کې د دولت ۱۵ وسلهوال مخالفین هم وژل شوي.





