د پوهنې وزارت راتلونکي کال کې ۵۰ میلیونه جلده کتابونه چاپوي

په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت په راتلونکي کال کې د ۲۵ میليونو ډالرو په لګښت ۵۰ میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي.

د پوهنې وزارت چارواکي د دغه وزارت  دپخوانيو مسولینو د تعلیمي نصاب د بې کېفیاتۍ په تړاو نیوکه وکړه او ویي ویل، چې دوی پخوا د زده کوونکو له پاره بې کېفيته او له املايي تېروتنو ډک کتابونه چاپ کړي دي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، چې نن پنجشنبه ( فبروري۲۵مه) بلخ ولایت ته ورغلی و د یو شمیر سیمه ییزو چارواکو په ګډون یې غونډې ته وویل، چې تعلیمي نصاب د پوهني له اساساتو څخه دی او په تېرو څو کلونو کې دغې برخې جدي پام نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړه، چې  په ۲۰۱۶ م ز کال کې د ۵۰ میلیونه جلده کتاب چاپولو ته اړتیا شته او دا به د ۲۵ میلیونو افغانیو په لګښت چاپ شي.

ده دا هم وویل، چې په راتلونکي کال کې به په کتابونو کې املايي تېروتنې هم سمې کړي.

د پوهنې وزیر زیاته کړه، تیرکال د کتابونو په ترتیب او تدوین کې د چټکې له امله ۲۵ میلیونه جلده کتابونه له املايي او انشايي تیروتنو سره چاپ شوي دي.

د پوهني وزیر وویل، چې په وزارت کې پېسې شته خو د لګولو له پاره يې ظرفیت نشته.

د بلخي پروینا، د پوهنې وزارت سره ۵۵،۷ میلیونه ډالره مرسته شوې، خو د ظرفیت نشوالي له امله یوازي ۱۹ میلیونه ډالره يي لګیدلي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام