د فرخندې د وژنې قضیه ځېنې نورې پټې خواوې هم لري

د ولسي جرګې ځېني غړي وايي، چې د فرخندې قضیه هغه ډول نه ده څنګه چې په رسنيو کې ښودل کيږي.

دوي زیاتوي، چې دغه قضیه ځېنې نورې پټې خواوې هم لري.

  نن یک شنبه (۲۰۱۵م / مارچ ۲۹)  د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون غونډې ته، امنیتي چارواکي وربلل شوي وو، چې د فرخندې د وژنې په اړه وکیلانو ته وروستي معلومات ورکړي.

په دغه غونډه کې ځينو وکيلانو وویل، هر هغه څه چې په رسنیو کې د فرخندې د وژنې په اړه په دې وروستيو کې خپاره شوي دوی ورته د شک په سترګه ګوري.

وکيلان وايي، رسنۍ په خپلو راپورونو کې فرخنده بشپړه بې ګناه بللې.

د دې جرګې یو تن غړي حاجي کرام الدین رضا زاده وویل، داسې هم ویل کیږي چې دا له واقعیته لرې خبره ده، چې ګوندې فرخنده هغه مهال د شاه دو شمشيره په زیارت کې د ناوړه او اسلام ضد دود مخه نيوله.

نوموړي زیاته کړه داسې اوازې هم شته، چې فرخنده د ځينو بهرنيو سفارتونو سره اړيکې درلودې او دغه کار يې د همغو سفارتونو په امر کړی.

رضا زاده وايي، چې د فرخندې د قضيې په اړه باید جدي تحقیقات وشي، څو بې ګناه وګړو ته په کې زيان ونه رسيږي.

دې غونډې ته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فېض محمد عثماني هم وربلل شوی وو هغه وویل، چې دا یوه دسیسه وه او قران شریف ته اور نه دی ورته شوی.

خو د ولسي جرګې غړي حاجي عبدالاحمد دراني بیا د وزير له خبرو سره مخالفت وښود او ويې ويل، چې دوی د ټلويزيون له لارې د سوځېدلو پاڼو تصویرونه وکتل، خو د نوموړي په وينا دا لا معلومه نه ده، چې هغه قران شریف و او که بل څه!؟

د نوي ۱۳۹۴ م لمريز کال د پېل څخه دوې ورځې وړاندې په رڼا ورځ د کابل ښار په منځ کې د شاه دوشمشېره جومات مخې ته، د یو شمېر کسانو لخوا فرخنده لومړی په ډبرو او څوباړو ووژله او وروسته یې د دې  ۲۷ کلنې پیغلې جسد و سوځاوه.

خو د دغو وکیلانو څرګندونو ته د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په ځواب کې وویل، چې د فرخندې د قضيې په اړه ډیرې پلټنې شوي دي او په دې اړه ټولو تورنو کسانو، پرته له کوم زور زیاتي په خپل جرم اعتراف کړی.

د علومي په وينا، فرخنده د یو شمېر خلکو د ناوړه احساساتو قرباني شوه.

نوموړي د فرخندې د وژلو په باب د وکيلانو تورونه هم رد کړل.

د کورنيو چارو وزیر زياته کړه، چې " کشفي ارګانونو داسې سند نه دی ترلاسه کړی چې له مخې يې فرخنده له کوم سفارت سره اړیکې ولري. "

په همدي حال کې د فرخندې د پيښې په اړه د ولسي جرګې د حقیقت موندنې د پلاوي غړې فوزیې کوفي هم د وکیلانو شکونه او اندېښنې ځواب کړې او د ټېلفوني اړیکې په اړه يې وویل چې د فرخندې ورستۍ اړیکه له خپلې خور سره نیول شوې او خور یې ورته کورته د ژر ورتګ سپارښتنه کړې.

د فرخندي وژني په ملي اونړيواله کچه پراخ غبرګونونه را وپاورول او په هېواد کې دننه په بېلابېلو ولایتونو پراخ لاريونونه هم وشول.

څو ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د فرخندې د وژلو په غبرګون لاریون وشو او دغه زرګونه لاريون کوونکي د فرخندې د وژلو عاملانو ته د اعدام سزا ورکولو غوښتونکي شول.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام