د لویدیځ نورستان یو شمېراوسېدونکي وايي، چې د وسله والو طالبانو او داعش په نوم وسله والو ډلو له خوا سخت ګواښل کیږي او له دولته غواړي، چې د دوی ستونزو ته په جدي توګه توجه وکړي.
د ياد ولایت اوسېدونکی عبدالروف سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، نه پوهېږو چې د خپلو ستونزو د حل له پاره چاته ورشو.
نوموړی زياتوي، چې د نورستان میشتو ولسونو ستونزې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.
همدارنګه عبدالحي د ياد ولایت اوسېدونکی په دغه ولایت کې د خپلو ستونزو په اړه سلام وطندار ته وویل، چې د نورستان ځینې سیمې د وسله والو طالبانو او ځینې سیمې د داعش په نوم له وسله والې ډلې په واک کې دي.
نوموړي زیاتوي چې دواړه خواوې په خپلو کې سره نښته کوي او په پای کې موږ ګواښي.
دغه نورستانیان وایي، وسله وال طالبان په سیمو ګرځي او خلکو ته ګواښونه کوي، چې له داعش سره مرسته ونه کړي.
اخوا د نورستان ولایت امنیتي چارواکي هم مني، چې وسله والو طالبانو او داعش وسله ډله په سیمه کې د ولسونو او دولت له پاره ستونزې پيدا کړي دي.
د نورستان امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالجبار سلام وطندار ته وویل، چې د وایګل په یو شمېر سیمو کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش فعالیتونه هم زیات شوي چې ولسي وګړو ته یې ستونزې پیدا کړي دي.
نوموړی وویل، دوی مرکز سره د خلکو د ستونزو د حل او د طالبانو او دا عش له لوري د ولسي وګړو د ګواښلو خبره شریکه کړې ده.
د راپورونو پر بنسټ د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښتې شوي دي.
دا پورونه کاږي چې په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والې ډلې ترمنځ په نښته کې طالبان یې شاتګ ته اړ کړي دي.
خو په ورته وخت داسې هم ويل کيږي، چې د هېواد په لویدیځ کې وسله والو طالبانو د ایران په مالي او تسلیحاتي مرسته داعش وسله واله ډله په شاه تمبولې ده.




