پاکستانیو ځواکونو پر کونړ ۱۵۰ توغندي ویشتي

د کونړ چارواکي وايي، له پرون سهار راهیسې تر نن سهار پورې پاکستانیو ځواکونو د دې ولایت پر پنځو ولسوالیو د توپ شاوخوا ۱۵۰ ګولۍ راویشتلي دي.

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان سلام‌وطندار سره په ټیلیفوني اړیکه کې وویل، دا مرمۍ د کونړ پر دانګام، اسمار، شلتن، مرورې او خاص کونړ په ولسوالیو کې لګېدلي؛ کوم چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

د مرورې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، د تېرو درېیو ورځو راهیسې په مرورې او د دې ولسوالۍ په ګاونډ کې پرتې شلتن ولسوالۍ توغندیز بریدونه روان دي، خو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په کې چاته زیان نه دی اوښتی.

پر کونړ له لږ ځنډ وروسته یو وار بیا پاکستانیو ځواکونو توغندیز بریدونه پیل کړي؛ خو تر اوسه  دې ستونزې ته بنسټیز حل نه دی پیدا شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام