د بغلان سیمه ییز حکومت مسولین د کابل بغلان لویې لارې تړل کېدو پخلی کوي.
د دغه ولایت دوشي ولسوال شمس الدین سرحدي وايي، چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د بغلان سلګونو اوسېدونکو د یو اعتراض په ترڅ کې دغه لاره وتړله.
نوموړي زیاته کړه، اعتراض کوونکو د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د تېرې ورځې په نښته کې د وژل شویو او پټي شوو ولسي وګړو په پار دغه لاره تړلې ده.
د سرحدي پر وینا، اعتراض کوونکي د وژل شویو ولسي وګړو د عاملیونو د محاکمې غوښتنه کوله.
په دوشي ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې ۱ تن وژل شوی او ۵ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
دمګړۍ په سلګونو لوی او کوچني موټر د کابل او بغلان لویې لارې په دواړوو خوا وو کې انتظار ولاړ دي.





