د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ مامورین ممنوع الخروج اعلان شول

د لویې څارنوالۍ مسوولین وايي، چې د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ تنه مامورین د قوانیونو د ماتولو په تور ممنوع الخروج اعلان شوي دي.

د دې ادارې ویاند عبدالبصیر عزیزي نن (دوشنبه) په کابل کې د فساد سره د مبارزې عدليي او قضايي مزکز په غونډه کې وویل، چې د دغو تورنو کسانو دوسیې د څېړلو لاندې دي او له دوی نه پلټنې روانې دي.

عزیزي زیاتوي، چې پر دغو کسانو د جرمونو له ثابتېدو وروسته به یې نومونه له رسنیو سره شریک شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند ټول هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د میدان وردګو امنیه قوماند خلیل اندرابي له هېواده تښتېلی دی.

دی وايي، چې اندرابي د څېړنو لاندې دی.

له دې مخکې ځېنو رسنیو داسې راپورنه خپاره کړي وو، چې خلیل اندرابي له هېواده تېښته کړې ده.

نوموړي وویل، چې له فساد سره د مبارزې عدلیي او قضايي مرکز چارې روانې دي، د ګومارنو او اداري کارونو له بشپړولو سره سم به فعالیت پیل کړي.

له فساد سره د مبارزې مرکز د لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د قضا څخه جوړه شوی دی.

دغه درې ارګانونه د فساد سره د مبارزې په برخه کې ګډ کار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام