د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې ۱،۵۷ میلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نه لري.
دغو مسولینو نن د (اکټوبر په ۲۷مه) د خوراکي توکو نړیوالې ورځې د نماځنې په اړه کابل کې وویل، چې ۲،۵ میلیونه هېواد وال په غوربت کې ژوند کوي او مرستندویه سازمانونه یواځې له ۲،۱ میلیونو تنو سره مرسته کولی شي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال میر امان الدین حیدري وايي، چې په ټوله نړۍ کې نږدې یو میلیارد کسان په غوربت کې ژوند کوي، چې ۸۷ سلنه یې کلیوال خلک دي.
حیدري وویل، په منځني ډول سره ۷،۳ میلیونه افغانان د خوراکي توکو خوندیت یې له ګواښه سره مخ دی او کافي اندازه خوراکي توکو او عوایدو ته اړتیا لري.
نوموړي وايي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د غربت د کچې کموالي په اړه مناسب پالیسیو له مخې کار کړی دی.
د نړیوال خوراکي سازمان مرستیال ګوردون ګریک وايي، چې دغه سازمان د بېوزلو خلکو د ژغورنې له پاره یو پروګرام لري او د دغه پروګرام د پالیسو له مخې به تر ۲۰۳۰ ز کال پورې د نړۍ هیڅ وګړۍ به د غربت کرښې لاندې ژوند و نه کړي.
په دغې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني وویل، غربت د ټولنې له پاره ناوړه پایلې لري او باید د غربت مخه ونیول شي.
نوموړي وویل، غربیه ټولنه له هر اړخه خوندي نه وي.
د عثماني په باور غربت د امنیت سره مخامخ تړاو لري او که د خلکو ژوند ښه وي، نو امنیت تامین دی.
د چارو شنونکو په وارـ وار سره ویلي دي، چې غربت د دې لامل شوی دی، چې یو شمېر ځوانانو له ترهګریزو ډلو سره یو ځای شي.





