
د کونړ ولایت ديني عالمانو، قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او ځوانانو پر ګاونډي هېواد ایران نیوکه وکړه، چې نه باید د افغان ځوانانو له مجبوريتونو ناوړه ګټه واخلي.
د دغو مشرانو شمېر، چې سلګونو ته رسېده د کونړ په اسداباد کې سره ټول شوي وو او زیاته يې کړه، چې ایران د افغانانو له مجبوريتونو ناوړه استفاده کوي او هلته میشت افغان ځوانان د پېسو په بدل کې د سوريې او نورو عربي هېوادونو جګړې ته ليږي.
د کونړ ولایت یو تن ديني عالم نجیب الله حقیار سلام وطندار ته وویل، چې له دغو ځوانانو څخه ایران د خپل هېواد په ګټه کار اخلي.
د کونړ یو تن مدني فعال روح الله هم پر ایران نیوکه کوي او وايي، چې ایران د افغان ځوانانو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي او هغوی د عربو جګړې لېږي.
د هغه په وينا، تر اوسه ایران له ۲۰ زرو زیات افغانان دغې جګړې ته ليږلي دي.

همدارنګه قاري سید احمد، چې په یاده غونډه کې یې برخه لرله، سلام وطندار ته وویل، چې ایران هغه افغان ځوانانو ته د جنګ روزنه ورکوي، چې د اوسېدو له پاره هلته قانوني اسناد نه لري.
د هغه په خبره دغو ځوانانو ته د ایران دولت له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې معاش ورکوي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د یمن، ازرباییجان، فلسطین او کشمیر په جګړو کې ځینو افغانانو یا پر خپل سر او یا د ځینو ډلو په لارښوونه برخه اخیستې وه.





