په شمال کې له امنیتي ځواکونو سیاسي ګټه اخیستل کیږي

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان، چې نن سه شنبه(جون۷مه) د هیواد امنیتي وضعیت په اړه ځواب ورکولو په موخه مشرانو جرګې ته وربلل شوی و ويلي، چې په فاریاب، سمنګانو، جوزجان، تخار، سرپل او کندوز ولایتونو کې امنیتي ستونزې نه شته، خو له امنیتي ځواکونو د سیاستوالو استفادې د دغو ولایتونو اوسیدونکي اندیښمن کړي دي.

دی د دغو استفاده کوونکو نومونه په ډاګه نه کړل، خو له حکومته غواړي، چې د هیواد په شمال کې له امنیتي ځواکونو د سیاسي استفادې مخنیوي په موخه عملي ګامونه واخلي.

 رحمان زیاته کړه، چې اوس د هیواد په ۱۵ولایتونو کې د منځنۍ کچې ګواښ او ۶ ولایتونه له کوچني ګواښ سره مخ دي او امنیتي ځواکونه ددغو ګواښونو له منځه وړلو له پاره په خپل ټول توان هاند او هڅه کوي.

له دې ټولو سره سره، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین وايي، چې د تیرو کلونو په پرتله د هیواد امنیتي وضعیت ښه شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام