په بلخ ولایت کې د جرمني په کونسلګرۍ برید کې ۶ تنه وژل شوي

تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په بلخ ولایت کې د جرمني هېواد کونسلګرۍ مخې ته چاودنه وشوه.

د چاودنې له سیمې عیني شاهدانو سلام وطندار ته وویل، چې له چاودېدونکو توکو دوو ډکو موټرو د کونسلګرۍ مخې ته چاودنه کړې.

په ورته وخت کې د بلخ امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي، چې چاودېدونکي توکي په یو هېنو ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د کونسلګرۍ ودانۍ ته څېرمه یې چاودنه کړې ده.

دی وايي، په چاودنه کې د کونسلګرۍ ودانۍ یوه برخه دېوال ویجاړ شوی دی، خو د کونسلګرۍ مامورینو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ورته وخت کې د بلخ ملکي روغتون ډاکټران وايي، چې د چاودنې له سیمې ورته ۳۳ ټپیان او ۶ تنه د وژل شویو جسدونه ور وړل شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د جرمني هېواد به کونسلګرۍ د پرونۍ شپې برید غندلی دی.

غني له ارګ څخه په خبره شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې " د افغانستان دوښمنان د ټولو بین‌المللي قوانینو او انساني ارزښتونو خلاف په ملکي، ټولګټو او دیپلوماتیکو اماکنو د وحشیانه بریدونو له لارې د بشر ضد جنایتونه کوي."

د چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام