
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی د پېښې په تایید سره وايي، د چپرهار ولسوالۍ مقام ته نږدې د خوراکي توکیو او څارویو خرڅلاو په یوه میله کې چاودنې ۹ تنه ولسي خلک ټپیان کړي دي.
خوږیاڼی وايي، په ټپيانو کې ۲ ماشومان هم شامل دي. زیاتوي هره دوشنبه په یاده سیمه کې د خلکو لهخوا دغه میله برابریږي.
هغه وايي، ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي خو ډاکترانو د یو ټپي حالت نازک ښودلی دی. د والي ویاند وايي، پېښه د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د چپرهار ولسوالۍ یو قومي مشر ملک محکم سلاموطندار ته ویلي، په دغه پېښه کې ۸ ولسي خلک ټپیان شوي دي، چې د ځینو حالت نازک وو.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې وسلهوالې ډلې اخیستی نه دی.





