طالبانو د ۱۵۰ مسافرو له ډلې ۱۲ کسان چې نظامیان دي، کېنولي

د کندوز پولیسو د  امنیت آمر صفي‌الله محزون سلام‌وطندار ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تر ۱۲ مسافرو پرته نور ټول مسافر خوشې کړي دي.

د محزون په وینا، یاد ۱۲ کسان نظامیان دي چې د راخوشې کولو له‌پاره یې هڅې روانې دي.

په همدې حال کې د طالبان ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د دغو نظامیانو په اړه یې مالومات لرل چې په ۴۰۴ ډوله موټر کې دي؛ نو ځکه یې د تخار ـ کندوز پر لویه لاره موټر ودرول او مسافر یې له ځانه سره بوتلل.

د ده په وینا، تر پوښتنو او ګروېګنو وروسته به ملکي کسان خوشې او نظامیان به له ځانه سره وساتي.

وسله‌والو طالبانو نن سهار د ۴۰۴ ډوله ۳ موټرو مسافر چې له تخار او بدخشان ولایتونو نه کابل ته روان وو، د تخار ـ کندوز لویې لارې له نیک‌پي سړکه له ځانه سره بیولي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام