
د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو اعلان کړی دی، هغه رسنۍ چې د خبریالانو حقونه او امتیازات تر پوښو لاندې کوي؛ قانوني چلند به ورسره وکړي.
له دې مخکې ځېنې خبریالانو شکایت کړی و، چې د رسنیو څښتنان ور سره سلیقوي چلند کوي او په کافي اندازه امتیاز نه ورکوي.
د " خصوصي ډله ییزو رسنیو د فعالیت او تاسیس څرنګوالي مقررې" پر بنسټ د خصوصي رسنیو مالکان دنده لري، چې د دغې مقررې، د کار قانون او د قرارداد مادې په پوره ډول پلي کړي.
د خصوصي ډله ییزو رسنیو د فعالیت او تاسیس څرنګوالي مقرره د روان کال د زمري میاشتې په ۲۵مه نېټه په ۴ څپرکیو او ۴۱ مادو کې تصویب شوې، چې د لړم میاشتې له ۱۶مې ڼېټې څخه د پلي کولو وړ ده.
د افغانستان د ازادو رسنیو د څار رییس صدیق الله توحیي وايي، چې: "خبریالان او ورځپانه لیکوالان د کار ماشینونه نه دي، چې کله له کار نه ولوېږي؛ د لوښي په شان لري ګوزار شي یا دا چې هر کله یې زړه وغواړي له کاره یې وشړي."
همدا ډول د کابورا پروډګشن د کار کوونکو د لېږد پر موټر د وسله والو طالبانو برید د رسنیو د چارواکیو د نه پاملرنې بحث را منځته کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مژګان مصطفوي وايي، چې په دې مقرره کې د خبریالانو ځاني او کاري خوندیتوب په پام کې نیول شوی دی.
د دې مقررې د ۱۶مې مادې ۷ بند کې راغلي دي، چې رسنۍ باید د خبریالانو او کار کوونکو د امنیت خوندیتوب له پاره لازمې تابیاوې ونیسي.
همدا راز په مقرره کې راغلي دي، چې رسنۍ خبریالانو ته د دوی د تجربې او کاري وړتیا له مخې معاش ورکړي.
د کاري شخړو د حل کمېسیون
د خصوصي ډله ییزو رسنیو د فعالیت او تاسیس څرنګوالي مقررې د ۲۰ مادې پر بنسټ د رسنیو او د دوی د کار کوونکو او خبریالانو تر منځ د کاري شخړو د حل له پاره یو کمېسیون جوړېږي.
په دې کمېسیون کې به د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو یو، یو استازی، د رسنیو اتحادیې دوه استازي، د کارګرانو اتحادیې او د عدلیې وزارت یو استازی غړیتوب لري.
د دغه کمېسیون مشري به د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو زوارت استازی کوي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول نجیب شریفي وايي، چې له دې مخکې د خبریالانو له پاره د عدالت غوښتنې قانوني بنسټ موجود نه و، خو له دې وروسته به د خبریالانو ملاتړي بنسټونه کولی شي، د یادې مقررې د مادو پر بنسټ په جدیت سره د خبریالانو له پاره عدالت غوښتنه وشي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت او دخبریالانو ملاتړي بنسټونه له خبریالانو او رسنیو غواړي، چې د دوی د حقونو او امتیازاتو په برخه کې له دغو بنسټونو سره مرسته وکړي.





