
په افغانستان کې د یو بنسټ څېړنې ښيي، چې د افغانستان په ۱۸ بېلابېلو ولایتونو کې یو میلیون، ۹۴۲ زره او ۴۵ جریبه ځمکې غصب شوې دي.
دغه بنسټ د افغانستان د ازادۍ کور نوميږي او د " تور فصل په نوم" په افغانستان کې د ځمکوغصب په اړه نن یکشنبه (فبروري ۲۱) د خپل څيړنیز راپور پایلې اعلان کړې.
د دغه ۱۰۰ مخیز راپور موندنې ښیي، چې په تېرو ۴ کلونوکې مافیایي کړیو د ځمکو غصب له لارې میلیاردونه ډالره خپلو شخصي جیبونو ته اچولي دي.
کابل، هرات، بلخ، قندهار، کندز، کاپيسا، بغلان، تخار، نمیروز، خوست، غزني او لوګر هغه ولایتونه دي، چې دولتي ځمکې ډيرې پکې غصب شوې دي.

د یاد بنسټ غړي شاه حسین مرتضوي د راپور د خپرېدو پرمهال وویل، چې له ۱۵ زره ۸۳۱ کسانو څخه چې د ځمکې پرغصب تورن دي یو شمېر قومي مشران، سیمه ییز زور واکي، جهادي قوماندان، د ځینو سیاسي ګوندونو مشران د کلیو مشران او پانګوال چې تورې او ناقانونه پيسې یې په لاس کې دي په دې ډله کې شامل دي.
مرتضوي زیاته کړه، ځينې ښاروالان، د ملي پوځ افسران، ملي پولیس، د ملي او ولایتي شورا ځينې غړي، والیان، د پخوانۍ کابینې غړي، د پولیسو قوماندانان، په فساد کې ښکیل یوشمېر لوړ پوړو چارواکو په تېرو څو کلنو کې ډيرې دولتي ځمکې غصب کړې دي.
شاه حسین مرتضوي همدارنګه وویل، چې په تېرو څو کلونو کې په نورستان، دایکندي، پکتیکا، پنجشېر او غور ولایتونوکې دولتي ځمکې لږ غصب شوې دي او لامل یې دادی چې د ښارګوټو له پاره مناسبې ځمکې نه لري، چې تر ډیره غرنۍ سیمې دي.
د دغه بنسټ استازي وايي، په تېرو څو کلونو کې په کابل، خوست، ننګرهار، غزني، هلمند او کندهار ولایتونو کې د هندوانو او سکانو له ۹۰ سلنه زیاتې ځمکې غصب شوې دي.
ددې موندنو پربنسټ په ډیرو ولایتونو کې د ځمکو غصب قومي شخړې رامنځ ته کړي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي هم دي.
د افغانستان د ازادۍ کور یو رسنیز بنسټ دی، چې د څيړنیزو راپورونو په چمتو کولو او د څيړنیزې خبریالۍ روزنې په برخه کې فعالیت کوي.





