په عام محضر کې د یوې مېرمنې او سړي سنګسار

د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین وايي، چې تېره ورځ ( پنج شنبه) یو سیمه ییز مشر خپله مېرمن له یو بل کلیوال کس سره د نامشروع اړیکو په تور لومړۍ په کاڼو وویشته او وروسته یې په ډزو سره ووژله.

سنګسار شوي د بغلان د، ده صلاح ولسوالۍ د سنګبران کلي اوسېدونکي دي.

د دغو دوه تنو د سنګسارولو پر مهال د کلي او مالت زیات خلک را ټول شوي وو او په عام محضر کې سنګسار کړل.

د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسه وايي، چې دغه مېرمن د تیلیفون په وسیله یو کس سره اړیکه لرله او ټاکل شوې وه، چې تېښته ور سره وکړي.

د سنګبران کلي پولیس د دغه مشر د نیولو له پاره کار پیل کړی دی.

څو ورځې مخکې دې ته ورته په یوه بله پېښه کې یوه پیغله مېرمن د خپل مېړه له خوا د ترښځې په ګوزار سره وژل شوې وه.

همدا ډول میاشت مخکې هم د دغه ولایت د خنجان په ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن د ټولو خلکو په مخ کې په ډزو ووژله.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې د ۲۶ سلنې کموالي خبر وکړي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام