کورنیو چارو وزارت: د عاشورا مراسمو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د عاشورا مراسمو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي او زياتوي د امنیتي ځواکونو او ولسي امنیتي ځواک ترمنځ اړینه همغږي رامنځته شوې ترڅو د محرم د لسمې ورځې مراسم په خوندي فضا کې جوړ شي.

نوموړی وايي، که څه هم ترهګر هڅه کوي د بریدونو په ترسره کولو د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي، خو امنیتي ځواکونه د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.

له دې یوه اوونۍ وړاندې د دیني مراسمو د امنیتي همغږۍ د عالي کمیسیون سرپرست محمد اسلم شیوا په یوه خبري غونډه کې ویلي و چې ۴۰۰۰ امنیتي ځواکونه او ۱۰۰۰۰ ولسي ځواکونه به د عاشورا مراسمو امنیت ساتل پرغاړه ولري.

د کابل یو شمېر ښاریان د دغو مراسمو لپاره د لا جدي او ټینګو امنیتي تدابیرو غوښتنه کوي. خلک وايي، که څه هم په لوړه کچه امنیتي ګواښونه شته، خو امنیتي ځواکونه باید له ولسي ځواک سره مل د دغو ګواښونو د مخنیوي تضمین وکړي.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وړاندې خبرداری ورکړی و چې د عاشورا پر مراسمو له بل هر وخت ډېر د بریدونو خطر جدي دی او خلک باید د امنیت د ټینګښت لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې او د کورونا ویروس له خپرېدو وېره هغه اصلي لاملونه دي چې ویل کېږي له کبله به یې سږ کال د عاشورا په مراسمو کې د خلکو ګدون کم وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام