د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، چې په دې وروستيو کې د افغانانو د روحيې کمزورې کولو له پاره بېلابېل تبلیغات پېل شوي.
دوی وویل، هغه کسان چې د نظام پر ضد تبلیغات کوي باید د استخباراتي کارکوونکو له لوري ونيول شي او قانون دې پرې تطبیق شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د امريکا سفارت له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي وو، چې د کابل ښار ځېنې څنډې تر امنيتي ګواښ لاندې دي.
همدارنګه په دغه اعلاميه کې راغلي و، چې ښايي د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون نور دفترونه د وسله والو له بريدونو سره مخ شي.
د مشرانو جرګې غړي نثار احمد حارث د دې جرګې عمومي غونډې ته وویل، چې د امريکا سفارت له لوري د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکو ته په شخصي ټېلفونونو کې هم دا خبر پاڼه استول شوې.
هغه وايي، چې د امريکا له لوري دا کړنه ناوړه ده.
د نثار په خبره، امريکا په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانانو پر وړاندې "جفا" کړې او اوس هم غواړي، چې د خلکو ترمنځ ويره خپره کړي.
د هغه په خبره افغان امنيتي ځواکونه د هر ډول ګواښ د شنډولو توان لري.
له بل لوري د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل، هر هغه څوک چې په ناوړو تبلیغاتوسره د افغانانو روحیه ضعیفه کوي که د امریکا له لوري وي يا بل کوم هېواد " دا د ملت پر وړاندي جفا او له مخالفینوسره مرسته ده، داسې کسان د افغانانو دښمنان دي."
له دې وړاندې تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د يوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې له دوی سره بهرنيانو خپلې اندېښنې شريکې کړي او افغان امنيتي ځواکونه به د مخالفينو هر ډول بريد شنډ کړي.





